سمنګان: طالبانو په دره صوف کې ۲ پوستې نیولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹) بصیراحمد پاڅون
تیره شپه د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ د زیدوري په سیمه کې طالبانو د اربکیانو په دوو پوستو تعرضي بریدونه وکړل او دواړه یې تر خپل کنترول لاندې راوستې.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پدې نښتو کې یې یو اربکی وژلی، او پنځه تنه یې ټپي کړي دي.
د سمنګان ولایت ولایتي چارواکو هم جګړه تأئید کړي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ندي ویلي. د سمنګان ولایت امنیې قوماندانۍ محلي رسنیو ته ویلي چې طالبانو ته یې هم مرګ ژوبله اړولي ، دوی زیاتوي چې سیمې ته یې کومکي ځواکونه لیږلي تر څو له لاسه وتلي پوستې بیرته ونیسي.
په سمنګان ولایت کې د طالبانو دومره قوي موجودیت هیښونکی دی که چیرې پدې ولایت کې طالبان خپلو بریدونو ته زور ورکړي د هیواد شمالي ولایتونه به د اور په بټۍ بدل کړي.
د دره صوف ښارګوټي یو اوسیدونکی پیرام قل وایي: دلته خلک د محلي پولیسو نه تر پوزې راغلي خلک وهي، په زور عشر ترې غواړي او په ډیرو مواردو غیراخلاقي کارونه کوي، خلک مجبور دي چې د طالبانو ترشاه ودریږي او د ملي وحدت حکومت په وړاندې وسله وال پاڅون وکړي.



