ټیپو سلطان شهید ( یوولسمه برخه )

په تیر پسې……

نګو د فاطمه  بیګم سره ډیره مینه  درلوده. او فاطمي بیګم هم د هغې ډیر زیات  خیال  ساته. خو کله چې  فاطمي بیګم د نګو د  آه  او  زاریو کومه پروا ونکړه  او هغه یی  سازشي  وګڼله او قلعدار  ته یی د وژلو په خاطر حواله کړه نو دې خبرې نګو ته  ډیر سخت ټکان ورکړ نو له ځانه سره یی  وویل چې د داسي ژوند څخه خو مرګ  سل ځلې  غوره دی.

خو….. مرګ  هم د هغې پوښتنه  نه کوله. قلعدار نه یواځي هغه خپله وینځه  ګرځولی وه  بلکه هغه به یې د یوې  اخستل شوي وینځي  په  څیر  خپلو دوستانو ته  هم د لوبو  او ساعت تیریو په خاطر  ورکوله.

اوس نو نګو ته د ټولې نړۍ څخه کرکه  پیدا شوې وه، هڅه یې کوله خپل  ژوند پای ته ورسوي. په همدې وخت  کې نګو د قلعدار او ستر شامیان  ترمنځ  د خبرو  څو جملې واوریدې. د دې  خبرو په اوریدو سره یې د سر ویښتان را پورته شول، قلعدار او شامیان د شرابو په نشه  کې  دومره  ډوب  شوي وو  چې  دا  فکر یې هم  په  مغزو کې نه ګرزیده چې  یوه وینځه د پردې تر شا د دوې خبرې  په ډیر غور  سره  اوري.

خبره داسې  وه چې  شامیان  او قلعدار  داسي پلان  جوړ کړی و چې د شاهي حرم  ټولی  ښځینه غړي  به نیسي او بندیاني کوي  به یې. تر څنګ  به یې په کلا  کې  چې د سلطان  څومره خواخوږي او طرفداران دي هغوی به ټول  وژني.

د دې کار د ترسره کولو وروسته  به سلطان ټیپو ته دا خبر ورکړل شي  چې مور یې فاطمه بیګم سخته ناروغه  ده،  ډاګیزه  ده چې سلطان  به د خپلې مور د ناروغتیا  څخه  د خبریدو په  وخت کې  د جنګ محاذ پریږدي  او بیرته  به راستنیږي. خو کله چې  سلطان  راستون شي او کلا ته راننوځي نو د قلعدار  ځواکونه  به پرې ناببره  یرغل یوسي او د ځواکونوسره به یې  ختم کړي .

نګو د دي خبرې په اوریدو سره خپل ټول دردونه  هیر کړل، اوس نو هغه د فاطمه بیګم او سلطان ټیپو د خوندي پاته کیدو په فکر کې  شوه. هماغه  وو چې  په همدي شپه ، کله چې  قلعدار او شامیان د شرابو په نشه کې خمار  او بې  هوشه  پریوتل  نو نګو په پټه توګه د قلعدار د حویلۍ نه را ووتله اونیغه د فاطمه  بیګم محل ته ورغله .

د فاطمه بیګم او قلعدار  ټولو  وینځو  او غلامانو  نګو ډیره  ښه پیژندله . په دې خاطر یې  چا د تګ  راتګ مخه  نه نیوله. یواځي هغه وخت خبره لږ څه  کړکیچنه  شوه چې  نګو د فاطمه بیګم د خاصې کنیزې  څخه وغوښتل تر څو فاطمه بیګم سمدلاسه  راویښه کړي.

خاصې کنیزي ته په دې  ناوخت  وخت کې د فاطمه  بیګم را ویښول  ډیر ستونزمن کار وو. هغې ته دا ډاګیزه وه چې  په کوم ځاې کې  چې اوس هغه کار کوي، د دې نه مخته په همدې ځای کې نګو کار کاوه.او فاطمه بیګم به یې ډیر  خیال  ساته. خو اوس دلته د هغې د  راویښولو  پوښتنه  مطرح وه ،ځکه چې  شپه تر نیمې شپې هم تیره شوې وه .

«ګوره نګو! زه ستا مقام او مرتبه  ښه پیژنم .» خاصې کنیزې په ډیر معذرت  غوښتونکې توګه  وویل. « خو د کوم خاص  علت  نه پرته  به زه څنګه و توانیږم  چې  مور ملکه  را ویښه کړم؟  که چیرې ته  هم زما په ځای  وای نو تا به هم دا ډول  جرئت  نه وو کړې.

خو نګو  غوښتل  هر څنګه چې  کیږي  باید د فاطمه بیګم  سره وویني. په دې خاطر یې په ډیره غوړه مالۍ اوپستې ژبې سره وویل: «زما خورې، زما په خبره د پوهیدو هڅه وکړه، زه د کوم سبب  پرته ، د شپې په دې ناوخته وخت کې   د مور ملکي سره  نه وینم. خو لکه څنګه مې  چې درته وویل  چې  له ما سره یو شاهي راز دی او زه غواړم  هغه سمدلاسه  ملکي مور ته ور سوم. کاشکې ما تاته  هر څه ویلی شوای. هو!  زه تاته ډاډ درکوم  چې که چیرې  ملکه  مور  ناراضه  شوه نو د هغې ټول مسؤلیت به زه په خپل  ځان  اخلم .»

نور بیا……….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button