کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۹ عبدالهادي همت
د لوګر په پل علم کې د ښځو د چارو ریاست څو ورځې وړاندې د غلو لخوا د شپې پر مهال لوټل شوی او ټول قیمتی اجناس یې ورڅخه وړي دی. ریاست د پل علم د ښار په زړه کې موقعیت لری.
له دی نه مخکې په روژه کې د روژه ماتی پر مهال د ملي پیوستون دفتر هم د غلو لخوا لوټل شوی و، چې پر نورو قیمتي اجناسو برسیره یې یو لنکروزر موټر هم له ځانه سره وړی بیولی و.
عینی شاهدان او د لوګر خلک وایی چی د د ې معنی داده چی دلته هیڅ امنیت وجود نلري او امنیتی مسولین یواځي خپلي شپی سبا کوی او د امنیت نیولو هیڅ ډول غم ورسره نشته او یا خو د همدغو غلو سره لاس لری.
ځکه چې اوس د امنیت مسولین پر ځای د دی چې امنیت ټینګ کړی څو داسی پیښی پیدا نشي یا غله تعقیب کړی.
برعکس اوس د ښځو د چارو ریاست او د ملي پیوستون له مسولینو نه پوښتنی او ګروګنی کوی او هره ورځ یی د زورولو لپاره دفتر ته مراجعه کوی.
تیره ورځ چی امنیتی کارمند په کوم ځای کی ووژل شو یوی خواته یی حوزه یک موقعیت لري او بل څنګ ته یی په څو قدمه فاصله کی بله پوسته قرار لري خو یوې یادی مرجع یی هم سره له دی چې ډزی یی واورید ې قاتلین تعقیب نکړل بلکه نیم ساعت وروسته رینجري راووتي او هاخوا او دیخوا یې هاهو او شور جوړ کړ او بس.

















