لیکوال: سباوون الهام
باغ کې راسره مخ شو؛ راته ویل یې زوانه عاشق خو به نه وې چې دومره تشویش کې یې او سوچونه وهې؟
خدای شته چې قوارې ته مې یې وکتل یو ډېر ښکلی ځوان وو ورته ومې ویل چې بس دنیا ده غمونه او دردونه دي او مونږ پکې نښتي یو، له یوې اوږدې مرکې نه پس یې نمبر وغوښت او راته یې وویل چې ته زما ورور شوې.
بله ورځ زنګ راغی دسلام په ویلو یې راته وویل چې سباوونه چیرته یې؟
کور کې یم . ښه تر ښاره راتللی شې؟
ما ویل ولې نه ورور.
سمه ده په بابا ولي هوټل کې درته انتظار یم
سمه ده یو ساعت کې درځم
ساعت بعد ورسیدم ګورم چې د هوټل مخې ته دعسکرو ګڼه ګوڼه ده، دننه شوم زنګ مې ورته وکړ، تاسو چیرته یاست؟ ویل یې کوټې ته راشه
کوټې ته دننه شوم، دسلام په اچولو سره مو ستړې مشي وکړه
پس له لږ ـ ډېر مجلس څخه یې مخ راواړاوه
ته چې هر غم لرې نو ماته یې ووایه زه به درسره مرسته وکړم، ورته ومې ویل چې یو څو اربکیان دي او پیسې را څخه غواړې مونږ خو غریب خلک یو مونږ سره پیسې څه کوي؟ او نه کوم داسی ثبوت لرې چې پرې ومو نیسې، هسې تنګول کوي
ویل یې ته ترې خلاص یې، ته یې شمیره راکړه
جمعه وروسته زنګ راغې ویل یې ولسوالۍ ته راشه زه هم راغلی یم او ستا خبره مې خلاصه کړه
په خوشحالۍ ورغلم چې زما مشکل حل شو
ولسوالۍ ته په ننوتلو سره مې ولید چې د هماغه اربکي تر څنګ ناست او چای یې څښلو، زړه کې مې ډول ډول شکونه پیدا کیدل خو چې ور نژدې شوم، غږ یې راوکړ:
تا دا ښودلو؟ هو همدا مې ښودو، ددې سره د چوکې څخه جګ شو او یوه ښه درنه څپیړه یې ووهلم او بیا یې عسکرو ته ویل چې دا بوځئ او بندي یې کړئ او په قضیه کې یوه پیکا، دراکټ پنځه مرمۍ او یوه مخابره ورپسې ولیکئ،
سر راباندې وګرځید، او پوه نشوم چې څه کیسه ده پوره څلور کاله مې په بند کې تیر کړل، زرګونه روپۍ تاواني او بیا ازاد شوم.

















