په غازي اباد او لوګر کې طالبانو ته لس تنه پولیس او عسکر تسلیم شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۵۹زمری ۱۰) بصیراحمد پاڅون
طالبانو د وسلوالې جګړې تر څنګ د جلب وجذب او دعوت ارشاد فعالیتونه هم ګړندي کړي دي.
طالب چارواکو یو کمیسیون په دې ګمارلی، چې حکومتي مامورینو، عسکرو او پولیسو ته بلنه ورکړي تر څو له حکومتي وظیفو او دندو لاس واخلي او له طالبانو سره یوځای شي.
د دې کمیسیون غړي په ټولو ولایتونو کې فعال دي. پدې لړ کې پرون د کنړ په غازي آباد او لوګر ولایت کې لس تنه عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.
طالبانو د تسلیم شویو کسانو لیست هم خپور کړی او وایي چې یوځای شویو کسانو ژمنه کړي چې سر له ننه به د هیواد د آزادۍ او اسلامي نظام د حاکمیدو پخاطر له طالبانو سره اوږه په اوږه په روان جهاد کې برخه اخلي.
خبر زیاتوي چې طالبانو د ورسره یوځای شویو کسانو دروند استقبال کړی او دوی یې خپل وروڼه بللي دي.



