هلمند: طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې پوځي پنډغالی او ۷ پوستې نیولي دي.

کابل ټکی کام ، ۱۳۹۵ زمری ۱۰مه ، بصیراحمد پاڅون
طالبانو په یو خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه لس بجې یې د عمري عملیاتو په لړ کې د نادعلي ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر حکومتي وسلوالو ځواکونو بریدونه کړي.
طالبان وایي تر دې وخته یې د نرې پله قرارګاه او ۷ پوستې نیولي ګڼ شمیر عسکرو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولي چې د پولیسو قوماندان لال جان په شمول د پنځو تنو جسدونه یې اوس هم د جګړې پر ډګر پاته دي. طالبان وایي د یو رینجر او ګڼ شمیر وسلو او پوځي مهماتو تر څنګ یې اووه تنه عسکر او پولیس هم د اسیرانو په توګه نیولي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په نادعلي ولسوالۍ کې د جګړو پخلی کړی او وایي، چې وسله وال ځواکونه هڅه کوي چې له لاسه وتلي سیمې بیرته ونیسي.
ښاغلی ځواک زیاتوي چې له بیګاه راهیسې یې لسګونه طالبان وژلي، خو طالبانو خپل لوري ته د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
په هلمند ولایت کې حکومتي ځواکونه هره ورځ نوې نوې سیمې طالبانو ته پریږدي او د ساتلو توان یې نلري، که وضعه په همدې ډول جریان ولري هلمند به هم د کندز په سرنوشت اخته شي.



