د امریکا په ټکساس ایالت کې برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۰) زرغون خوږیاڼی
د ټکساس د پوليسو د وينا له مخې ډزي له اسټین ښار په بيلابیلو ځايونو کې شوي دي، په ډزو کې یوه نجلۍ وژل شوې او ۳ تنه نور ټپیان دي.
ځايي پولیسو په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: .«د ډزو دغه پيښه د ښار په مرکز کې شوی ده. د ښار مرکز ته له سفر څخه ډډه وکړئ».
د پولیسو په وینا ډزې د اسټین ښار په دوه ځایونو کې شوي دي، چې شاید بریګر یې هم دوه وي.
امنيتي چارواكو ویلي، چې تر اوسه پورې د بريدونو لامل او د بريدګرو په اړه كره معلومات نشته دى.
یاده پېښه په ځایي وخت د سهار په ۲ بجو رامنځته شوې ده.
د دې پېښې ویډیویي انځورونه ښيي، چې یو کس د یوه رسټورانټ مخې ته په داسې حال کې پروت دی، چې پولیس یې شاوخوا راتاو دي او بیا یې څو کسان د ډزو له ځایه پورته کوي.



