ننګرهار پوهنتون کې د سولې څیړنيز مرکز پرانستل شو

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۱) زرغون خوږیاڼی
په ننګرهار پوهنتون کې د سولې څيړنیز په رسمي توګه پرانستل شو.
پرانست غونډې ته د ننګرهار پوهنتون د استادانو تر څنګ، د ننګرهار ولایت د پوهنې رئيس اسمعیل زی، د سولې شورا رئيس ملک نظیر، د ولایتي چارواکي، د ولایتي شورا استازي هم راغلي وو.
د غونډې ګډونوالو ته د ننګرهار پوهنتون رئيس ببرک میاخیل ښه راغلاست وویلو او جوته یې کړه، چې په ننګرهار پوهنتون کې د سولې څیړنیز مرکز له لارې به زمونږ ځوان نسل، چې د هېواد راتلونکی جوړوي، د سولې په برخه کې وروزل شي.
میاخیل وویل، چې د ننګرهار پوهنتون په ۵ ( حقوق، شرعیات، ادبیات، ژونالیزم او د ښوونې او روزنې) پوهنځیو کې به د سولې په نوم یو مضمون تدریس کیږي.
همدارنګه نوموړي وویل، چې د نوموړي مرکز په رامنځته کیدو سره به په پوهنځیو کې د استادانو او محصلینو لخوا د سولې په اړه څیړنې، کنفرانسونه، په نړیواله کچه علمي سفرونه، د یو کتابتون جوړونه او په درې میاشتو کې یوه علمي مجله چاپ چارې شاملې دي.
نوموړي زياته کړه، محصلينو ته د نورو لوړو زده کړو ترڅنګ د سولې په تړاو روحيه ورکول اړينه ده، د دې مرکز په پرانيستو سره به د ننګرهار پوهنتون د پنځو پوهنځيو سلګونه محصلين د سولې په تړاو عملي او نظري زده کړې حاصلې کړي .



