دفاع وزارت:  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ۲۱ عسکر وژل شوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۱) زرغون خوږیاڼي

دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو برخو کې عملیات کړي او ۶۸ وسله وال طالبان یې وژلي دي.

دفاع وزارت وايي، چې یاد عملیات يې په ننګرهار ، غزنی،  پکتیا، پکتیکا، خوست  کندهار ، ارزګان، زابل ،  فراه  جوزجان ، کندز ، بدخشان او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې تر سره کړي، چې ۶۸تنه وسله وال وژل شوي، ۳۱ تنه  ټپیان او ۷ تنه نور نیول شوي دي.

دفاع وزارت منلې، چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو ۲۱ تنه سرتیری هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ټولنیزي شورا مشر محمد نبي الفت رسنیو ته ویلي، چې د ملي اردو او پولیسو د ۶۰ څخه تر ۷۰ پوري سرتیري لادرکه شوي دي.
نوموړي ویلي وه چې د تیري شپې په جګړه کې ۱۵ سرتیري وژل شوي او ۲۰ کسه نور ټپيان دي.

طالبانو ویلي، چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې تر محاصرې لاندې ۴۶ عسکر دوی ته تسلیم شوي دي او لړ زیات مهمات یې هم له ځانه سره راوړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button