
هند: وسلوالو په ډک بازار کې ۱۳ تنه ووژل
( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۵ ) الماس خدرخېل
هندي چارواکو رسنيو ته وويل، دغه بريد د هند شمال ختيځ اسام ايالت کې شوی، چې وسلوال په ډک بازار ورداخل شول او ۱۳ تنه يې ووژل، دوی د دغه بريد پړه د (نيشنل بودو فرنټ ) سازمان په وسلوالو واچوله او ويې ويل، په ځوابي ډزو کې يو بريدګر هم وژل شوی.
د ځايي پولیسو په وينا:
” بریدکوونکو له خلکو ډک بازار کې ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول، چې له کبله یې ګڼ ملکي کسان ټپیان هم شول.”
د پوليسو مشر دا هم وويل، چې پېښه کې يو شمېر دکانونو او کورونو ته زيان اوښتی.
دغه ډله يوه خپلواکه شورا لري، چې د ۳۰۰۰ کليو اوسېدونکو ته يې مکمله ازادي ورکړې او له حکومت سره د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.
بايد وويل شي، چې تېر کال د دغې ډلې وسلوالو په کوکراجار او سونيتپور سيمو کې دوه شپيته کسان وژلي وو.



