
رسنۍ وپېژنئ!
سعید احمدي
د امریکایانو لخوا چې کله هم په افغانستان ناروا یرغل وشو، له ځان سره یې ډېر نالیدلي شیان راوارد کړل، هغه که په پوځي ډګر کې دي، که فکري ډګر کې دي او یا هم تبلیغاتي ډګر کې …
صلیبیانو او د اسلام سرسخته ازلي دښمنانو یهودیانو د مسلمانانو د ذهنونو او افکارو پلورلو او سرچپه کولو لپاره له بې شمېره رادیوګانو، تلویزوني چینلونو، انټرنیټي شبکو، وېب سایټونو او نورو لارو څخه هم پراخ او ځیرک یرغل وکړ او دغه یرغل یا جګړه ګرمه جګړه بلل کیږي.
دغه ګرمه جګړه د انسانانو د زړونو او افکارو اخیستلو لپاره یوه ډېره اسانه او جالبه جګړه ده، چې پدغه جګړه کې د مادي وسایلو له کبله کفار ډېر پیاوړي دي، او کولای شي د هر مسلمان زړه او فکر ته په اسانۍ لاره پیدا کړي. که چېرته مسلمان یو څه کمزوری وي او په تېره بیا له تعلیم او زده کړې څخه هم محروم پاتې شوی وي، نو ډیر زر د دغې ګرمې جګړې ښکار ګرځي؛ د کفارو له تبلیغاتو زر متاثره کیږي او خپل فکر، روحیه، غیرت او بالاخره ایمان هم له لاسه ورکوي.
په ټولینزو یا اجتماعي رسینو کې مختلفې پاڼې د عیسویت تبلیغ لپاره ګومارل شوي چې په اسانه توګه د مسلمانو ځوانانو فکرونه ګډوډ او له منځه وړي.
په مستقیمه یا ښکاره بڼه مؤسسې جوړې شوي چې کلي په کلي او کوڅه په کوڅه ګرځي، عیسویت او غلامي ته خلک د محدودو مادیاتو په بدل کې وپلوري او د خپل ځان د ګټو لپاره یې وروزي.
په نړیواله سطحه مشهور ویب سایټونه د دې کار لپاره ګومارل شوي، چې له خلکو حقایق پټ کړي او هغه څه خلکو ته وړاندې کړي، چې د دوی په ګټه او د مخالف لوري په نقصان وي.
د کفارو لخوا ګومارل شوې رسنۍ د دوی د جنګ یوه مهمه برخه ده، او داسې آله ده چې د خلکو پر ذهنونو او افکارو مستقیماً اثر کوي، دغه اثر ډېر مؤثر تمامیږي چې د دوی دناروا جنګ د دوام لپاره هم په اسانۍ سره زمینه سازي کوي.
لنډه دا چې که افغانان د دغو رسنیو له یرغل څخه د ځان ساتنې په لار کې کار وکړي، او کوشش وکړي چې د هغو رسنیو له خپرونو او نشریاتو اورېدلو او لیدلو څخه خان، خپل اولادونه او د خپل چاپېریال نور وګړي وساتي نو په یقین سره ویلای شو، چې دغه سړه جګړه چې پر افغانانو تحمیل شوې او جریان لري، چې په اوږدو کې یې افغانان او پښتانه قرباني کیږي، ختمه شي او خپلواکه زندګي به ومومي.
د ازاد افغانستان او شرعي نظام حاکمیت په هیله


