
طالبانو د هلمندـ کندهار لویه لاره د دولتي عسکرو پر مخ تړلې ده
( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۵) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې دهلمند اوکندهار لویه لار د نهرسراج ولسوالۍ شیندک مانده او سره شاخ سیمو کې د حکومتي عسکرو پرمخ په ټولیزه توګه بنده شوه او دښمن هيڅ ډول تګ راتګ نشي کولای.
ویاند زیاته کړې، چې د اردو یوه قوې غوښتل چې سیمې ته له خپلو ټانکونو سره راشي، خو له مخکې یې یو ټانک يې منفجر شو او درانه تلفات ورته واوښتل، نور بیرته وتښتیدل.
بلخوا پردغه لاره یو شمیر چلوونکو رسنیو ته ویلي، چې طالبانو ورته د لیکلو پاڼو له لارې خبرداری ور کړی، چې تر را تلونکې پنجشنبې ورځې پورې دې پر دغه لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
خو طالب ویاند بیا ویلي، چې یاده لاره یې یواځې د دولتي عسکرو پر مخ تړلې ده او ملکي موټرو ته هیڅ ډول ممانعت نشته.
د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل رسنیو ته ویلي، چې د کندهار – هلمند ترمنځ د نښلونکې لارې پر سر د نویو امنيتي پېښو د لمنځه وړلو لپاره دوی له امنیتي چارواکو څخه د بیړنیو ګامونو د پورته کولو غووښتنه کړې ده .
امنیتي سرچینو ویلي، چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د کندهار – لښکرګاه د لويې لارې دخلاصون عملیاتو ته له کندهار څخه ضربتي او ځانګړي ځواکونه د رسیدو په حال کې دي، چې ورسره به په سیمه کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پيل شي .
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ويلي، چې نړیوالو او افغان ځواکونو هوايي بریدونه کړي خو، د اوښتو تلفاتو په اړه يې دقیق معلومات نشته.



