د فرانسې په نایټ کلب کې چاودنه شوې، ۱۹کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۶) زرغون خوږیاڼی

د فرانسې په شمال کې د روان په ښار د نورماندي سیمې په یو نايټ کلب کې نن سهار زوروره  چاودنه شوې.

له چاودنې سره سم په نایټ کلب کې اور لګیدلی، ۱۳ تنه په کې وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.

فرانسوي رسنیو ويلي: د کوبا لیبره په نوم په یوه شرابخانه کې لومړی چاودنه شوې او وروسته په کې اور لګیدلی دی، رسنیو ویلي چې سیمې ته په لسګونو اور وژونکي اطفايې او مامورین رسیدلي، له نیم ساعت اور بلیدو څخه وروسته وتوانیدل، چې اور مړ کړي.

عیني شاهدانو  ویلي دي، چې  چاودنه  په نایټ کلپ کې  د یو تن د زوکړې کلیزې(birthday) لمانځلو په موخه  د جوړې شوې پارټۍ  پرمهال  رامنځته شوه.

ویل کیږي، چې د پیښې قربانیانو عمرونه  د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي.

د روان ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي، چې د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button