
حمــاســه د رڼــا
م.ثـاقـب
چې یې مرمـوز حُسن کې ښکاري فلسفه د رڼا
ده د قـــرآن پاڼـــو کـې نغښتې حماســه د رڼا
ځي یې د هر سورت لـه نـوره د خلوت لپاره
ستا د زړګي تـر خانقاه پـوري جــلوه د رڼا
ستا لامبوزن اروا به وړي تـر خپل منزله پورې
د نور په سيـند کې هـغه ځغلنده څپه د رڼا
چې دې خورې د ايمان وړانګې شې د روح په څانګو
د عشق درسګاه کې به شې ســتا بلـه ډيوه د رڼا
کيف د الهام دی چې يې راوړه د ثرياء له غيږې
اســـــرار د فـــقهې د رازونـــــو سلســــله د رڼا
چې يې د رب د رضا رنګ دې له حديثو وړَی
شې بـه دې پاتـې پــرګـــنو ته نـمــونه د رڼـا
چې يې مهمل ژوند ته تابيــا ده دمـعنا نيولې
ده د تـوحــيد کلمـــه ستـره مــدرســـه د رڼا
ثاقـبه لمر يې په غروب پسي غروب نه کوي
که غــروب وکړې هـغه ښکلې پيلامــه د رڼا



