وټامن ډي پوره کړئ له ډېرو مرضونو به بچ شئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) ژباړه: الماس خدرخېل
د وټامن ډي کمېدل، د فشار د لوړېدو سبب ګرزي، همدارنګه د هډوکو او غاښونو لپاره هم خطرناک ثابتېدی شي.
ډاکټران وايي، چې د وټامن ډي کمېدلو سره، د انسان د وينې شريانونو فشار هم کمېږي او د انسان د زړه ناروغۍ باعث ګرزي.
د مرضونو ماهرين وايي، که څوک د لانديني شيانو استعمال ډېر وکړي، نو د وټامن ډي کموالی به ورته پیدا نه شي او د ډېرو مرضونو نه به بچ پاتې وي.
په ماهيانو کې، په پوره مقدار سره وټامن ډي شته.
په شودو او د شودو نه جوړو شو څيزونو کې زياته اندازه وټامن ډي موجوده ده.
په خوټولو هګيو کې د وټامن ډي پوره خزانه ده، چې په خوړلو سره يې وټامن ډي پوره کېږي.
همدارنګه په سپينو مرخېړيو (ځمکنۍ غوښه) کې هم وټامن ډي پيدا کېږي.
روزانه د پنځو نه تر لس منټو پورې، لمر ته ودرېدل هم وټامن ډي پوره کوي.
پنير هم د وټامن ډي د توليد کافي اندازه ده .
په کوچو کې هم په کم مقدار وټامن ډي موجوده ده.



