جنرال عبد الرازق د مدرسې دوه تنه طالبان په شهادت رسولي.

کابل ټکی کام: زمری ۱۸مه، ۱۳۹۵ل، بصیراحمد پاڅون
د نوبهار او ارغنداب اوسیدونکي طالبان چې څه وخت وړاندې د نیش وهلو لپاره کندهار ته تللي و او د قوماندان رازق وسلوالو له موټره راکوزي کړي او ورسره بندیان و چې د سخت تعذیب او شکنجو ندې یې لایې دواړه شهیدان او جسدونه یې پرون د زابل شهرصفا د بریام مانده په سیمه کې تر پل لاندې غورځولي و، پرون داسې رپوټونه خپاره شول چې دا کسان طالبانو د خیانت په تور وژلي دي.
نن د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا دواړه طالبان چې د یوې دینې مدرسې شاګردان و چې د نیښ وهلو مزدورۍ لپاره کندهار ته تللي و او بیا د ظالم قوماندان رازق کسانو له موټره ښکته او بندیان کړي و.
ښا غلي احمدي د حکومتي چارواکو دا عمل د ظلم او وحشت نمونه بللي او ویلي یې دي چې پدې سره به نوره هم د ولس قهر او غصه راوپاروي.
جنرال عبدالرازق په کندهار کې شخصي زندانونه لري چې د شخصي خصومت او پیسو لپاره پکې بیګناه کسان ساتي ، وژني یې او بیا یې جسدونه په دښتو او یا لویو لارو کې غورځوي.
د روان میلادي کال په پیل کې هم ځوان مؤرخ او د کندهار پوهنتون با استعداده محصل بشیراحمد ریان هم دپوهنتون له احاطې وړی و چې له دوو میاشتو وروسته یې جسد په یوه دښته کې پیداشو.



