د ترکيې په استانبول ښار کې په لکونو خلکو مظاهره وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) الماس خدرخېل
ترکانو دغه مظاهره د ترکي مشر اردوغان په ملاتړ او په ناکامه کودتا کې د وژل شوو خلکو، د ستايلو په موخه ترسره کړه، چې لاريون کوونکو ته، د ترکيې ولسمشر وينا وکړه او ويې ويل: داسې يو نسل به جوړوو، چې له خپل هېواد سره مينه ولري، دوست او دښمن وپېژني، اردوغان زياته کړه، ترهګر غواړي، چې د ترکيې ولس نه هوډ او اراده واخلي، مونږ بايد خپلې ادارې او بنسټونه له ترهګريزو لاسوهنو پاکې کړو.
د ترکيې صدراعظم بن علي يلدرم، په خپله وينا کې وويل، چې فتح الله ګولن به ډېر زر ترکيې ته وسپارل شي او عدالت ته به راکش کړای شي.
په دې لاريون کې، چې په لکونو خلکو پکې برخه اخستې وه ټولو اختلافي ډلو په کې ګډون وکړو، همدارنګه د حکومت د درې سياسي ګوندونو مشرانو سياسي اختلافات يو طرف ته کړل او په دې ستر لاريو ن کې يې برخه واخيسته.
طيب اردوغان راغونډ شويو خلکو ته په وينا کې، د ترکانو غيرت وستايلو او د دوي څخه يې د ترکيې د جوړېدو غوښتنه وکړه، اردوغان د ترکيې ګوندونه د خلکو د غوښتنو پوره کولو ته وربلل.
د ناکامې کودتا نه تر اوسه پورې، د ترکيې حکومت په لسګونو زره ملکي کارمندان، د عدليې، قضايي او امنيتي ارګانونو مامورين برطرفه کړل او په زرګونو نور يې ونيول.



