د حزب اسلامي او ګډ حکومت تر منځ د سولې موافقت لیک بشپړ شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۹) الماس خدرخېل

د حکمتیار د حزب اسلامي استازی وایي، د ګډ حکومت  سره موافقت لیک بشپړ شوی او دواړه اړخونه د هغې پر ټولو ټکو باندې پوره موافقه لري.

ښاغلي امين وويل، چې د سولې سند او د هغې د عملي کېدو په اړه يې د سولې شورا او  د ملي امنيت له شورا سره  روستۍ خبرې شوي. هغه زياته کړه، چې  د حکمتیار ـ حزب اسلامي پر جمهور رئیس باور لري، خو ځينې کړۍ د سولې د ناکامولو هڅه کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د تور لیست څخه د حزب اسلامي  نوم ويستل، ددې ګوند د غړو آزادول او له ګاونډي ملکونو څخه د حزب اسلامي د غړو بېرته ستنېدل او په افغانستان کې د هغوی ځای پر ځای کیدل، د انتخاباتو ترسره کېدل، دغه مادې په  موافقت لیک کې د حزب اسلامي او ګډ حکومت  د اساسي ټکو څخه ګڼل شوي دي.

په کابل کې د حزب اسلامي هيئت وويل “ددې ضمانت نه شم کولای چې مقابل لوری د نظام د هویت په خاطر چې لري یې او څو اړخونه چې دلته موجود دي د حکومت له لورې دا ضمانت نه شي کولای چې خدای ناخواسته دغه کار ناکامۍ ته سوق کړای شي”.

کریم امین وویل: تمه ده چې په دوه درې راتلونکو ورځو کې د اسلامي حزب پلاوی بشپړ شي او مذاکرات پیل شي.

دوه ورځې وړاندې حزب اسلامي ويلي و، چې کابل ته يې يو هيئت د حکومت په بلنه لېږلی ترڅو د لاسليک نېټه او د اعلان څرنګوالي وټاکي، دوی وويل، چې دوی ډېر مخکې د سند لاسليکولو ته تيار و، خو د حکومت له لورې د يوشمېر ستونزو له وجهې يې لاسليک د ځنډ سره مخ شوی و.

دوه نیمې میاشتې مخکې د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې ۲۵ماده‌ لرونکی هوکړه لیک نهايي شو، چې د سولې د عالي شورا له لوري ګډحکومت او حزب اسلامي ته يې د ورستيو څرګندونو لپاره سپارلی و.

هغه مهال د سولې عالي شورا اعلان کړی و، چې دوه اونۍ وروسته به دواړه لوري د سولې موافقه لاسلیک کړي خو د روان کال د چنګاښ په ۷مه /جون ۲۷مه/ د حزب اسلامي رسمي وېبپاڼې شهادت د یوې لیکنې په خپرولو سره د مذاکراتو د ناکامېدو خبر ورکړی و

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button