(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۹) الماس خدرخېل
د افغانستان کورني کرکټ ۲۰۱۶کال شپږيزه سيالۍ پرانسته نن د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې وشوه.
د شپږيزه سيالۍ پرانست غونډه کې، په زرګونه مينه والو او يو شمېر دولتي چارواکو ګډون کړی و.
غونډې ته د کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش وينا وکړه او ويې ويل، چې سږ کال به شپږيزه سيالي له نويو نوښتونو سره جوړيږي او دوی هڅه کوي، چې په نړيوال معيار يې مينه والو ته وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده، چې د شپږيزې سيالۍ نن سه شنبې د کابل د الکوزي په نړيوال لوبغالي کې پيل شي، چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره کېږي


















