جواد څارګر
له مودو راهیسې اورو چې پاکستان مو دښمن ګاونډی دی، پاکستان مو نه پرېږدي چې سوکاله ژوند، پُرسکون ماحول، ښایسته او مجهز روغتون، شل متره پلن سرک، لوړ ـ لوړ اپارتمانونه، پرمختللې او معاصر جنګي وسائل، دتعلیم پر زیور سمباله زوانان او یو خوشاله او مترقي افغانستان ولرو.
سمه ده، پاکستان زموږ ازلي دښمن دی او تل موږ ته مختورن دی مګر پاچا سلامت! یو عرض لرم
دا زموږ کم فراسته پوځیان ولې دټرېننګ لپاره پاکستان ته استوې؟
حنیف اتمر دراحیل شریف سره کومه پټه ګوته اچولې چې هره ورځ دکابل چکرې راوهي؟
دپاکستان سفارت او قونصلګرۍ څه پر بلا وهې چې په درځنو پولیس یې ساتنې ته چوکس ولاړ دي؟
او رښتیا په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې دپاکستان څومره نمک خواره ناست دي درته حساب یې کړم؟
ښه پوهېږم چې په هر څه خبر یې مګر غوږونه دې مړه نیولي، جرأت نلرې او د ولسي زوانانو پر پاکو احساساتو ملنډې وهې
دا تېره ورځ چې طالبانو دپنجاب چورلکه ولجه کړه او پنجابي جنرالان یې له ځانه سره برمته یوړل، ولې دې له سترګو اوښکې وڅڅېدې، سیمه دې بمبارد کړه او دچورلکې مات ـ ګوډ وجود دې په دقیقو کې کابل ته ولېږداوه؟
پاچا سلامت! په قسم سره یې ووایه چې دپنجاب پوځي چورلکې دلته دڅه لپاره ځي راځي؟
انکار مکوه، دملت سترګو ته شګې مه پاشه، اوس نو رازفاش دی او دنر غوندې اقرار وکړه چې سیمه ته یې داعش لېږدول او که یې بله لوبه روانه کړې؟
پاچا سلامت! څوک چې ته دروانو حالاتو ذمه وار بلې دهمغوی په یوه اشاره ستا د امنیت وزیر له دندې وشړل شو
دهغوی ستر دښمن دې په چل او دوکه ونېو او ورته حواله دې کړ
دهغوی په هر ښار او هر واټ کې پر چاودنه اوښکې تویوې، دوژل شوو پوځیانو پر قبرونو یې دګلانو ګېډۍ اېږدې، قاتلین یې ترهګر او دهشت افګنان ګڼې، درګرده لګیا یې کرۍ ورځ ورسره مشورې کوې او اوامر ترې اخلې
پاچا سلامت! موږ پوهیږو چې ته محض روبوټ یې او ریموټ دې له بل چا سره دی مګر هغه دې هېر نشي چې افغانانو ستا یو ایډیال او همسفر هډوکي مډوکي له قبره راوویستل او د آمو سیند ته یې واچول
دا مو هم هېر نشي چې ستا یو بل آیډیال داریانا په څلورلارې کې ۴۸ ساعته ځړېدلای و
دهغوی جرم همدا وو کوم چې نن ستا دی
پاچا سلامت هغوی خلک له پاکستانه وېرول مګر پاکستانیانو ته یې ماهانه معاشونه ورکول، په میاشتو ـ میاشتو به ورسره پراته ول او د افغانانو وینې او غوښې به یې پرې نوش کولې
پاچا سلامت! سیاست دیو دولت تر حدودو مه محصوروه، سیاست نړیوال کړه او افغانان دسیالانو سیال کړه
ته لګیا یې هڅې کوي افغانانو ته دکور ترڅنګ دښمن پیدا کړې او دتل لپاره یې دکشمیر په څېر دبمونو او راکټونو باران ته وتړې
پاچا سلامت! نقل پرېږده له عقله کار واخله، د اشغالګرو لمن ایله کړه او افغانانو ته برالا اعلان وکړه چې د امریکایانو دوستي تر دښمنۍ لا زیاته خطرناکه ده، دملت رښتوني اتلان ملت ته پر ګوته کړه او افغانان خپل سرنوشت ټاکلو ته پرېږده، هم به دې نوم تاریخي مقام خپل کړي او هم به دې دژوند وروستۍ شېبې نه ملامتوي.
د ازاد، هوسا او اسلامي افغانستان پر هیله


















