کابل ټکی کام ( زمری ۲۰مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د کندهار هلمند او بدخشان وروسته طالبانو په بغلان ولایت کې هم پرمختګونه پیل کړل طالب ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ټکي کام ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې (نن سهار وختي طالبانو د دهنه غوري ولسوالۍ په دوو پوځي پنډغالو او لسو پوستو تعرضي بریدونه پیل کړل چې له لږ مقاومت وروسته یې د ولسوالۍ لومړۍ کمربند مات، یو پوځي پندغالۍ او پنځه پوستې په بشپړه توګه طالبانو پخپل کنترول کې واخیستې، ګڼ شمیر عسکر او پولیس یې وژلي او شل تنه عسکر یې د اسیرانو په توګه ونیول.)
مجاهد زیاتوي چې د مجاهدینو د مرستې لپاره اړوند سیمې ته د طالبانو ځانګړي قطعه رارسیدلي د ولسوالۍ په مرکز، امنیه قوماندانۍ او محاصره شویو پوستو په شدت سره جګړه دوام لري.
د بغلان ولایتي چارواکو هم د درنو نښتو خبر ورکړی او دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي خو طالبان وایي: یو طالب وژل شوی او ۲ تنه ټپیان دي.


















