کابل ټکی کام (زمری ۲۰مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوال سوله مل وایي: جګړه د ولسوالۍ دوه کیلومتري ته رانږدي شوي که مرستندویه ځواکونه راونه رسیږي شک نشته چې دا ولسوالي به سقوط وکړي.
د جاني خیل ولسوالي له یوې اونۍ راهیسې طالبانو محاصره کړي او د دې ولسوالۍ پنځه پوستې یې څو ورځې وړاندې له ګڼ شمیر پوځي مهماتو سره نیولي.
آخوا د ملي وحدت حکومت وسلوال ځواکونه نږدې په ټول هیواد کې له طالبانو سره په درنو جګړو کې ښکیل دي. پرون د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل چې د ملي اردو درې په څلور برخه عسکر عملا جګړه کوي هرځای ته د دوی رسیده ګي امکان نلري.


















