خوست: کمپاين  ځواکونو ۲ ماشومان وژلي او پنځلس اولسي وګړي يې ټپيان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۰) الماس خدرخېل

افغان ځانګړو ځواکونو د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، د سپېرې ولسوالۍ ولسوال رسنيو ته ويلي، چې ځانکړو ځواکونو په دې سيمه کې عمليات کول، چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ تنه ملکيان ټپيان شوي.

د ولسوال په وينا، دا چې ځانګړي ځواکونه د وسله والو مخالفينو له مقاومت سره مخ شوي يا نه، په دې اړه معلومات نه لري.

کمپاین ځواکونه د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له لوري یوازې په خوست ولایت کې رامنځته شوې ډله ده، چې وخت ناوخت د ملکي وګړو پر وژلو او ځورولو تورنیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button