(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۱) الماس خدرخېل
د لومړنيو رپوټونو له مخې، د بلوچستان ایالت مرکز کويټې ښار د زرغون روټ په سيمه کې د يو خصوصي روغتون تر څنګ د چاودنې له امله لسګونه تنه سخت ټپيان شوي، د وژل شوو په اړه لا کره معلومات نه شته.
د کويټې ښار د پوليسو په وينا نن سهار د زرغون روډ په سيمه کې د يو روغتون تر څنګ درنه چاودنه وشوه، چې په چاودنه کې د پوليسو په ګډون دولس تنه ټپيان شول.
عيني شاهدانو ويلي ،چې په سيمه کې يې د درنې چاودنې غږ اورېدلی او سيمه شاوخوا د پوليسو لخوا محاصره ده او څېړنې پيل شوي.
سيمې ته د ټپيانو د لېږدولو په موخه امبولانسونه رسېدلي. له بل پلوه په سيمه کې د نورو پېښو د مخنيوي په موخه، د پاکستان امنيتي ځواکونو پراخه عمليات پيل کړي.
بايد وويل شي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د کويټې په يو روغتون کې چاودنه وشوه چې له امله يې ۷۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.


















