حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه
حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه به د خلافت د وخت نه مخکې، د کليوالو ګډې لوشلې او چې کله خليفه شو نو يوې جينۍ وويل، چې ابوبکرصديق زمونږ د کلي ګډې نه لوشي، په دغه وخت ابوبکر صديق رضی الله عنه، د دې جينۍ دا خبره واورېده او ويې ويل: زما دې د الله جل جلاله په ذات قسم وي، چې زه به ستاسو لپاره ساسې د کلي ګډې لوشم او زه اميد لرم چې خلافت به زما په مخکينيو ښو اخلاقو کې بدلون رانولي، له هغې وروسته به حضرت ابوبکر صديق د خلکو لپاره د دې کلي ګډې لوشلې.
حضرت عمر رضی الله عنه
حضرت عمر رضی الله عنه به د شپې په اخره حصه کې، د يوې ړندې ښځې، د خدمت لپاره راتلو، حضرت طلحه رضی الله عنه، دی وليدلو چې دې کور ته رازي، نو حضرت طلحه رضی الله عنه د سبا په وخت کې دی کور ته راغلو، ويې کتل، چې په دې کور کې يوه ړنده، شله ښځه ده، چې حضرت عمر رضی الله عنه د دې خدمت ته راغلی و، نو حضرت طلحه رضی الله عنه دې ښځې ته وويل، دغه سړی (حضرت عمر رضی الله عنه) تاته د څه لپاره رازي؟ هغې ښځې ورته وويل: چې د ډېر وخت نه دا زما کور ته راځي او زما د کور ضروريات پوره کوي او زما د کور ډېران بهر ته وباسي.
حضرت علي رضی الله عنه
حضرت علي رضی الله عنه به د خپل خلافت په وخت کې په بازار کې يواځې ګرځېدو او په خپله به يې کار کولو، صالح دنيا وايي، چې ما حضرت علي رضی الله عنه وليدو، چې نوموړي په يوه روپۍ کجورې واخيستې او په خپل څادر کې يې واچولې او په شا يې کړې، چا ورته وويل: ای اميرالمؤمنين! مونږ به يې درسره يوسو، حضرت علي رضی الله عنه ورته وويل: د بچو پلار (علي رضی الله عنه) د دې ډېر مستحق دی، چې دا بار په خپله يوسي.
حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه
حضرت حسن رحمه الله ويلي دي، چې کله حضرت عثمان رضی الله عنه خليفه و، نو ما نوموړی د مسجد په يوه حصه کې، په داسې حالت کې ويده ليدلی، چې په شاوخوا کې ورسره هيڅوک نه وو او په مسجد کې، د غرمې په خوب ويده و، کله چې راپاڅيده، نو د تيږو او شږو اثار د ده په څنګونو باندې ښکارېدل او خلکو به ويل چې دا اميرالمؤمنين دی.
ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي، چې د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت پرمهال، په حجاز کی ډېره سخته وچکالي او قحطي راغله ،خلک له ډېرو ستونزو له امله خلیفه ته ورغونډ شول او خپلې ستونزې یې څرګندې کړې ، حضرت ابوبکر رضی الله عنه هغوی ته وویل : ولاړشۍ او صبر وکړۍ نن شپه به انشاء الله د آسانتیا څرک ولګیږي، ماښام مهال د حضرت عثمان رضی الله عنه کاروان مدینې ته ورسید، خلک یې د کور په شاوخوا کې راغونډشول ، له هغه یې غوښتنه وکړه ترڅو دغه غنم پر دوی وپلوري او د خلکو ستونزې یو څه کمې کړي ، هغوی وړاندیز وکړ، چی په سلو کی شل درهمه ګټه دې ومني او غنم دې دوی ته ورکړي ، حضرت عثمان رضی الله عنه، هغوی ته وویل، چې یو بل چا لا پخوا په ډېره لوړه ګټه، دغه غنم له ده څخه پیرودلي دي ، څو تنو شتمنو ورته وویل : ای ابو عمرو ! د مدینې شتمن کسان موږ یو، دا څو ک دی، چی ترمونږ یې په ډېره ګټه ستا غنم اخیستي دي ؟ حضرت عثمان رضی الله عنه ځواب ورکړ: یو چا له ماسره ژمنه کړیده، چی د یوه درهم په وړاندی به لس درهمه ګټه راکوي ، آیا تاسې کولای شۍ ترهغه ما ته ډېره ګټه راکړئ ؟ خلکو ورته وویل: په خدای جل جلاله قسم، چی مونږ د داشان ګټې ورکولو وس نلرو ، بیا حضرت عثمان رضی الله عنه وویل: الله جل جلاله شاهد ګرځوم، چی زه دغه ټول غنم، پر هغه پلورم او د هغه د رضا لپاره یې په بېوزلو او اړو خلکو وېشم او ټول غنم یې د الله د رضا لپاره په خلکو وویشل.


















