ننګرهار: امريکايانو شپږ تنه ملکيان شهيدان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۳) الماس خدرخېل

د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ د باندر په سيمه کې، له امريکايي قرارګاوو کروز توغندي، د ملکي خلکو په کورونو ويشتل شوي، چې له امله يې ۶ تنه د باندر اوسېدونکي شهيدان شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي. په وژل شوو کسانو کې نيازمين د نظرمير ځوی، محمد زمين د نظر مير ځوی، صحبت خان د شالي ځوی، ماموند د شالي ځوی، فواد د صحبت ځوی او محمد ایوب د سلطان مير ځوی شامل دي.

د ننګرهار ولايتي شورا چارواکي وايي، چې په دې روستيو کې امريکايانو د داعش په مرکزونو د کروز توغنديو حملې پيل کړي، چې وخت ناوخت پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، د باندر اوسېدونکي اندېښنه کوي او وايي، چې دولت او امريکايان دواړه د داعش د نابودولو ادعا کوي، نو بيا د کروز توغندي ويشتل د څه لپاره کوي. ځايي اوسېدونکي د راتلونکي ژوند لپاره اندېښنه کوي.

د سياسي چارو شنونکی فيض محمد ځلاند وايي، چې دا د لسګونو هغو پېښو يوه بېلګه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې رامنځته کېږي، او دولت پرې چوپتيا غوره کوي.

د بشري حقونو د سازمان رئيس لعل ګل ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو د صلاحيتونو زياتول به دغه شان نورې پېښې هم رامنځته کړي، لعل ګل وايي، چې دا به د ملکيانو د خونديتوب په تړاو اندېښنې زياتې کړي. نوموړي وویل، چې د ننګرهار په يو شمېر سيمو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوختې.

بايد وويل شي، چې امريکايي ځواکونو ته د صلاحيتونو زياتولو سره، د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله ډېره زياته شوې او په همدې سيمه کې څو ورځې وړاندې هم د امريکايي بې پيلوټه الوتکې له خوا څلور کسان وژل شوي و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button