موبايل فون د کمپيوټر له لارې مه چارج کوۍ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۳) الماس خدرخېل

کله چې زمونږ د مبايل بټرۍ ختمه شي، نو ډېری خلک يې د کمپيوټر سره د (يوازبي) کيبل له لارې چارج کوي، اګرکه دا د مبايل چارج کولو اسانه طريقه ده، خو د مبايل سکيورټي ماهرين داسې چارج کول خطرناک بولي.

د روسيې يوې مشهورې اينټي وايرس کمپنۍ ماهرينو ويلي دي، چې د مبايل فون کله د کمپيوټر سره وصل شي، نو دواړه ډيوايسونه سره اهم معلومات تبادله کوي. په دې تبادله کې مبايل فون، کمپيوټر ته خپل نوم، کمپنۍ، د ډيوايس قسم، سيريل نمبر، فرم وير معلومات، اپرټنګ په اړه معلومات، د فايل معلومات او د ميمورۍ معلومات ورکوي. دوی وايي، چې په دې مالوماتو کی کمی زياتی کېږي، خو مبايل کمپيوټر ته خپل اهم مالومات ورکوي، دا مالومات بې ضرره مالومېږي، خو د کمپيوټر سکيورټي ماهرينو ويلي، چې د مبايل د هيک کولو لپاره همدومره مالومات کافي دي.

کمپيوټر ماهرين وايي، چې هغه وخت ډېر نقصاني وي، چې په مبايل پاسورډ نه وي او د کمپيوټر سره د يوازبي په واسطه ونښلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button