
د غره لمنه او مجاهد طالب
سعید احمدي
غره لمنه کې مې یو مجاهد طالب ولید، پیکاه یې پر اوږه وه، نوراني څیرې یې وړانګې شیندلې، ژبه یې د خدای په ذکر لمده وه ولې شونډې یې کرار کرار ښورولې.
د بوټونو خرپا یې زما پر زړه د مینې نازکې لارې جوړولې.
پسې ځیر شوم چې وړاندې تېر شو له ځان سره یې یوه حماسي ترانه بدرګه کړه، ښایسته اواز یې لکه د ښکلو مرغانو په څېر د دنګو غرونو تر منځ وکړنګیده، هماغه شېبه پر ما لکه بې هوښي داسې حالت راغی، خمار شوم…. په زړه کې مې وویل: دا به هم د کومې مور د زړه ټوټه وي، مشفق پلار به لري، د کلي ځوانان ملګري به لري، چېرته به د خوږې حجرې ملګري لري…خو اوس دلته څه کوي ؟
ولې غرونو ته راغلی او لکه پردېس داسې ګرځي… فکر مې وکړ . . . دا پدې خاطر له کلي راوتی، خپل کور یې پریښی چې پر ټاټوبي مو وحشي صلیبیانو یرغل کړی، کلي یې وران کړي، میندې یې بورې کړي دي، زمونږ د دین، ناموس، کلتور او رواج بې احترامي یې کړې…
ریشتیا ! زمونږ پر خوږ پیغمبر یې ملنډې ووهلې او څه نور نور خامخا به مو همزولي سنګرونو ته راوځي، هاغه د خپلو تیرو اسلافو او د تېر تاریخ د نیکونو پر قدم به قدم ږدي، ها چې د جهاد ګرمو غزاوو یې د وخت فرعونیان لکه د ګیدړانو له ګران هیواده شړلي، مختور او رسواء کړي یې دي.
دا ځوان هم په دغه تکل راوتلی، چې له صلیبیانو څخه د خپلو مظلومو هیوادوالو او شهیدانو غچ واخلي، هو ! د اسلام په ننګ راوتلی، د خپل قرآن په ننګ راوتلی او د ګران هیواد په ننګ راوتلی…
ربه! تاته دعاء کوو چې هیواد مو نور د تاړاک او ښکېلاک له پنجو خلاص کړه!
دغه د وخت فرعون هلاک کړه!
! پر کلي مو پاک نظام برپا کړه!
ها ستا کړې وعده ریښتیا کړه!
د مؤمنانو زړونه پر فتحو بیا سیراب کړه!
مرور مو راپخلا کړه!
مجاهدین مو سم صفا کړه!
! ربه! پر ګران وطن مو اسلامي قانون برپا کړه!
آمـــــین آمیــــن آمیــــن



