ډاکټر عبدالله: پوره دوه کاله مې سپکاوی کیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۴) زرغون خوږیاڼی

ډاکټر عبدالله: زه به ستاسو د حق پوښتنه حتمي کوم!

نن مازدیګر په سپیدارماڼۍ کې د اصلاحاتو اوهمګرايي ټیم ګډه غونډه وکړه.

په غونډه کې ډاکترعبدالله خپلو پلویانو ته وویل، چې له دې وروسته به تاسو زما د شخصیت له بل لوري سره اشنا شئ.

په دې غونډه کې د اصلاحاتو او همګرايي لوړ رتبه چارواکو ګډون کړی و، لکه عطامحمدنور، استادمحقق، انجنیرمحمدخان، یونس قانونی، صلاح الدن رباني، امرالله صالح، میرویس یاسيني، نقیب الله کلیمي، ادیب فهیم، او د پارلمان ځینو نورو غړو هم په کې برخه اخیستې وه.

د غوندې پر مهال اجرائیه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله وویل: زما خبره د تهدید خبره نه ده او نه زه نظام تخریبوم، زما غوښتنه د خلکو د حق غوښتنه ده.

ډاکترعبدالله وویل نن ورځ له تاسو سره یوځل بیا وعده کوم او د تیرو په دوام په وایم، چې زه د خپلو خلکو د حق غوښتونکی یم.

ډاکترعبدالله داڅرګندوني په داسي وخت کې وکړې چې تیره ورځ ولسمشر اشرف غنی ډاکترعبدالله په دې متهم کړ، چې د فساد او مفسدینو ملاتړ کوې؛ خو ډاکټر عبدالله نن وویل، چې زه مفسدنه یم له هغو قراردادنو هم خبر یم چې بین المللي مافیا او مفسدینو په خپل منځ کې ترسره کړي دي.

ډاکترعبدالله عبدالله وویل: پوره دوه کاله مې سپکاوی کیږي، هیچاته به اجازه ورنکړم، چې د فساد پز ضد د مبارزې په نامه له مونږ نه سیاسي فایده واخلي.

ډاکترعبدالله زیاته کړه: له دې وروسته به زما د شخصیت له بل لوري سره اشناشئ!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button