بغلان: طالبانو د دهنه غوري ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۴) زرغون خوږیاڼی

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې ځواکونو یې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ ونیوله.

طالب ویاند کابل ټکی کام ته په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې نن ماښام شاوخوا ۸ بجې د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ چې خورا مهمه او ستراتيژيکه ولسوالۍ ده د اسلامي امارت د اتلو مجاهدینو لخوا فتحه شوه.

د طالبانو ویاند زیاتوي، چې دهنه غوري ولسوالۍ له تیرو دریو ورځو راهيسې تر کلکې محاصرې لاندې وه، دمجاهدینو د پراخو عملیاتو په لړ کې ددغې ولسوالۍ په شاخواکې د دښمن  ۴ لوی بیسونه او ګڼې پوستې لاوختي فتحه شوې وي، ۳۳ تنه عسکر يې ژوندي نیول شوي وو.

ویاند ویلي، چې د ولسوالۍ د مرکز له فتحې سره د دښمن ګڼ شمیر عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، چې د اکثرو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.

دوی په دهنه غوري کې د ۱۲ رينجر موټرو، ۱ټانک، لسګونه میله سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر هم ورکوي.

مجاهد ویلي، چې د ولسوالۍ عسکر او ادو ځواکونه د غرونو لمنو ته تښتیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ هم  له ۱۱ امنیتي پوستو سره د طالبانو لاسته ورغللې.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو ددې ولایت استازو ویره څرګنده کړې وه، چې د دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو له سقوط سره مخ ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button