شپږیزه سیالۍ یوولسمه او دولسمه لوبه د مس عینک او کابل بازانو په ګټه تمامه شوه

(کابل ټکی کاکم ۱۳۹۵ زمری ۲۴) زرغون خوږیاڼی
د شپږېزې سیالیو په لړ کې ۱۱ او د نن ورځ لومړۍ لوبه د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشوه.
لومړی پچه مس عینک وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه او بندامیر ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، بند امیر په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې. له دې ډلې کپتان محمد نبي عیسی خېل ۶۵ منډې جوړې کړې، چې ۷ شپږېزې په کې شاملي وې.
مس عینک ټاکل شوی هدف په ۲۰م اوور کې په لاس راووړ؛ احسان جنت ۴۷ او کپتان نوروز منګل د ۴۱ منډې جوړې کړې او د دې سیالیو ۱۱ لوبه یی په خپل نوم کړه.
د لوبې غوره لوبغاړي نوروزمنګل وټاکل شو، چې یوه وېکټ او ۴۱ منډې یې کړې وې.
د نن ورځې دویمه او د سیالیو په لړ کې دولسمه لوبه د کابل بازانو او بوست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه.
لومړ پچه د کابل بازانو لوبډلې مشر اصغر ستانکزي وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، د کابل بازانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۴۵ منډې جوړې کړې.
تر ټولو ډيرې۴۷ منډې نجیب الله ترکي جوړې کړې.
په مقابل کې یې بوست ساتونکي ونه توانیدل، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي يې په ۱۰۹ منډو کې وسوځیدل.
د بوست ساتونکو د ډلې لوبغاړي نجیب الله ځدران تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۶۶ منډې یې جوړې کړې.
د کابل بازانو نه تر ټولو ښه توپ اچونه امیرحمزه هوتک وکړه، چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړی کریم جنت وټاکل شو، چې ۳۹ منډې او ۳ وېکټې یې تر لاسه کړې وې.
د بوست ساتونکو لوبډلې تر اوسه کومه لوبه نه ده ګټلې.



