کابل ښار کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۵) الماس خدرخېل

په کابل ښار کې د دفاع وزارت پېژنتون مخې ته يوه درنه چاودنه وشوه، چاودنه د مقناطيسي ماين له امله رامنځته شوې.

نوموړي رياست، پېښه کې د يو بريدمن ټپي کېدل منلي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د ملي اردو په موټر پورې چسپکي ماین نښلول شوی و، چې د مکروریانو په سیمه کې يې چاودنه وکړه او د ملي اردو ۳ سرتیري یې ټپیان کړل.

د پېښې پړه طالبانو په غاړه اخيستې او ويلي يې دي، چې په نوموړي موټر کې يې ګڼ شمېر حکومتي چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button