د نړۍ پای ( دوهمه برخه)

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م ، نجم الرحمن (فضلي)

د قيامت نښانو په باره کې د تاليف مقصد

کله هم چې د کومې معاملې په باره کې يو انسان خبرې کوي او له تحقيق څخه کار اخلي، نو ضروري ده چې د هغه تحقيق او عمل په نتيجه کې څه ثمرات او فوايد هم حاصل کړي.

پوښتنه : آيا د قيامت د نښانو په تحقيق او پيژندنه کې زمونږ په عملي زندګي کې په رښتيا څه فوايد شته؟ يا دا چې محض معلومات دي، کوم چې يو انسان په خپله علمي ذخيره کې د زياتوالي را وستو لپاره جمع کوي او د هغه په روزمره زندګي کې د هغه کوم خاص تاثير نه وي؟

ځواب : امر واقع دا دی چې په قرآن مجيد او سنت مطهره (حديثو) کې د قيامت د نښانو ذکر موجود دی او د انسان په عملي زندګي کې د هغه بې شميره فوايد او ثمرات شته، چې يو شمير يې په لاندې ‌ډول دي:

(۱) په ايمان بالغيب کې مضبوطوالی، چې د ايماني عقيدې له شپږم رکن څخه دی.

الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

) الَّذِیۡنَ یُؤۡمِنُوۡنَ بِالۡغَیۡبِ وَ یُقِیۡمُوۡنَ الصَّلٰوۃَ ( ([1]) هغه خلک کوم چې په غيبو باندې ايمان لري او لمونځ قايموي.

او له حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

)أمرت أن أقاتل الناس حتى يقولوا لا إله إلا الله فإذا قالوا لا إله إلا الله عصموا منى دماءهم وأموالهم إلا بحقها وحسابهم على الله( ([2]).

ژباړه : ما له خلکو سره د جنګ کولو حکم ورکړی تر څو چې هغوی ګواهي ورکړي چې له الله تعالی  جل جلاله  پرته بل معبود نشته او په ما باندې او زما لخوا په راوړل شوي شريعت باندې ايمان راوړي، کله چې هغوی داسې وکړي نو له ما څخه يې خپلې وينې او مال محفوظ کړل پرته د هغوی له حق او د هغوی حساب د الله په ذمه دی.

د ايمان بالغيب معنا دا ده چې په هر هغه شي باندې کامل ايمان او يقين وساتل شي د کومو په باره کې چې الله تعالی يا د هغه رسول   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی او هغه خبر په سمه توګه له رسول الله   صلی الله علیه وسلم  څخه منقول وي، خوا د هغه مشاهده مونږ کړې وي او که مو نه وي کړې، مونږ ته په دې خبره يقين پکار دی چې دا خبره رښتيا او حق ده او له همدې خبرو څخه د قيامت نښانې هم دي، مثلاً : خروج دجال، نزول عيسی ابن مريم  علیه السلام، د ياجوج ماجوج راوتل، خروج دابه (د يوه عجيب الخلقت ځناور راوتل)، له مغرب څخه د لمر راختل او همدا شان نورې نښانې کومې چې په صحيحو دلايلو ثابتې دي.

(۲) د قيامت د نښانو په باره کې د پوهيدلو يوه لويه فايده دا هم ده چې يو انسان خپل نفس مسلسل د الله تعالی اطاعت ته اماده کړي او د قيامت ورځې لپاره خپل ځان تيار کړي، د هغه له ذکر څخه غافل خلک بيدار او توبې ته اماده شي، دا شی هغوی د دنيا لوري ته نه مايله کوي، امام الانبياء محمد مصطفی   صلی الله علیه وسلم  په خپل ژوند مبارک کې د قيامت له نښانو چې کله هم کومه نښانه بيانوله نو خپل صحابه يې په هماغه انداز باندې تيار کړي وو، ام المؤمنين زينب بنت جحش   رضی الله عنها بيان کوي چې يو ځل رسول الله   صلی الله علیه وسلم  د هغې خوا ته په ويريدونکي حالت کې راغی او وې فرمايل:

)وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدْ اقْتَرَبَ فُتِحَ الْيَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ( ([3]).

ژباړه : د عربو لپاره له هغه شر او فتنې څخه تباهي ده کومه چې نږدې راتلونکې ده، ياجوج ماجوج په ديوال کې دومره سوری کړی، بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د شهادت او درميانه ګوتې څخه حلقه جوړه کړه.

(۳) د قيامت په نښانو کې ډير شرعي احکام او مسائل هم بيان شوي، د دجال په زمکه کې د ګرځيدلو په واقعه کې بيان شوي چې يوه ورځ به د کال براره وي او يوه ورځ به د مياشتې برابره وي نو صحابه کرامو   رضی الله عنهمله نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څخه د دجال د دغو اوږدو ورځو په باره کې وپوښتل: اې د الله رسوله ! آيا په دې لويو ورځو کې په يوه ورځ کې پنځه لمنځونه کافي دي؟ نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل : نه ! بلکه تاسو به د وختونو اندازه وکړی او د عامو ورځو مطابق به د لمنځونو لپاره وختونه متعين کړی ([4]).

مونږ د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د دغه ارزښتناک فرمان څخه دا معلومه وو چې هغه مسلمانان کوم چې په داسې هيوادونو کې اوسيږي چيرته چې شپه او ورځ په څو مياشتو مشتملې وي، هغوی خپل لمنځونه څنګه اداء کړي؟.

(۴) نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د قيامت د ټولو نښانو په باره کې امت اګاه کړی، سره له دې چې دا ټول امور غيبي دي، هغه په محض ظن او تخمين سره نشي معلوميدلای، همدا شان دا امور د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د نبوت او رسالت د صداقت دليل هم دي، الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

) عٰلِمُ الۡغَیۡبِ فَلَا یُظۡہِرُ عَلٰی غَیۡبِہٖۤ اَحَدًا ﴿ۙ۲۶﴾ اِلَّا مَنِ ارۡتَضٰی مِنۡ رَّسُوۡلٍ فَاِنَّہٗ یَسۡلُکُ مِنۡۢ  بَیۡنِ یَدَیۡہِ  وَ مِنۡ خَلۡفِہٖ رَصَدًا ﴿ۙ۲۷﴾( ([5]).

ژباړه : (الله) غالب دی پر غائبو (اشياؤ) باندې نو نه خبروي په غيبو خپلو باندې هيڅوک مګر هغه څوک چې راضي وي ترې (او غوره کړی يې وي په اطلاع د غيبياتو) له رسول خپل څخه نو بيشکه هغه الله روانوي په مخ د هغه (رسول محمد) کې او وروسته له هغه ځينې ساتونکي څوکيداران له هر طرفه له ملائکو.

(۵) د قيامت نښانو په باره کې په معلوماتو حاصلولو کې يوه لويه فايده دا هم ده چې مونږ پوه شو چې له هغو واقعاتو سره د مخامخ کيدو شرعي طريقه څه ده او همدا شان بيا د معاملې د ګډ وډ والي امکان هم نه وي، مثلاً : مونږ ته د دجال په باره کې په تفصيل سره خبر راکړی شي تر دې چې د هغه له سترګو، د هغه له تندي او د هغو شيانو په باره کې هم کوم چې له هغه سره دي مونږ اګاه کړی شو چې هغه څنګه دی تر څو چې مونږ په کومه فتنه کې واقع نشو او دا وپيژنو چې دا دجال دی.

(۶) مونږ به په اينده کې د مخته راتلونکو واقعاتو لپاره په ذهني ډول اماده يو، ځکه که يو شی يو ناڅاپه مخته راشي نو انسان په فطري ډول وار خطا کيږي او د تعجب او حيرانتيا ښکار کيږي.

(۷) په دې نښانو باندې په علم حاصلولو سره زمونږ مخته يو روښانه اميد دی، ځکه چې د قيامت په نښانو کې دا هم دي چې له قيامت سره په نږدې وخت کې به اسلام غلبه تر لاسه کړي او په ټوله زمکه باندې به خپور شي او د يهودو او نصاری ؤ دين به ختم شي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  زيری ورکړی چې اسلام به غلبه تر لاسه کړي او په ټولو دينونو باندې به بر لاسی شي، اګر که کافر هغه نه خوښوي.

(۸) په دې سره د انسان هغه فطري خواهش تسکين پيدا کوي چې هغه هر وخت د پټو شيانو متعلق د انکشافاتو او د اينده واقعاتو او حوادثو په باره کې د پوهيدا خواهش لري، شارع په دې سلسله کې مونږ ته رښتونې خبرې ذکر کړې دي، اسلام د هغو ټولو دروغژنو دجالانو لار بنده کړې کوم چې په اينده واقعاتو د پوهيدا دعوه کوي، لکه نجوميان، عاملان، کاهنان او د همداسې نورو خلکو، مونږ د الهي وحې په ذريعه د مستقبل د هغو ډيرو واقعاتو په باره کې ويلای شو کومې چې د قيامت له نښانو څخه دي.

(۹) د قيامت په نښانو باندې په ايمان راړو سره د انسان عقيده مضبوطيږي او په ايمان او ايقان کې زياتوالی راځي، له دې پرته يو شمير نور ثمرات او فوايد هم د قيامت د نښانو په علم کې موجود دي کومې چې زمونږ په عملي زندګي باندې ژور اثرات مرتب کوي.

د قيامت نښانو په باره کې بنيادي اصول

په همدې موضوع باندې پخوانيو او نويو علماء کرامو ډير تصنيفونه کړي او دا سلسله لا پسې جاري او ساري ده، وخت په وخت په ټي وي چينلونو، راډيو ګانو او انټر نيټ باندې د قيامت نښانو په باره کې بحث او مباحثه کيږي، مګر په دې باره کې د واردو نصوصو په پيژندلو کې ځينې خلک په اضطراب کې مبتلا دي.

ما په همدې تناظر کې دا ضروري خيال کړی چې دقيامت نښانو او د هغو په باره کې د واردو نصوصو له تعامل سره متعلق يو شمير بنيادي اصول بيان کړم.

(۱) د استدلال لپاره يواځې په قرآني آيتونو او صحيح حديثونو باندې انحصار کيږي، له دې امله چې دا دواړه داسې ذرائع دي په کومو سره چې د غيبي شيانو په باره کې سم خبر تر لاسه کيدلای شي، الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

) قُلۡ لَّا یَعۡلَمُ مَنۡ فِی السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ الۡغَیۡبَ  اِلَّا اللّٰہُ ؕ وَ مَا یَشۡعُرُوۡنَ  اَیَّانَ  یُبۡعَثُوۡنَ  ﴿۶۵﴾( ([6])

ژباړه : نه پوهيږي هغه څوک چې په اسمانو کې دي (له فرښتو او انسانانو نه په غيبي امورو باندې) مګر (عالم دی په غيبو) الله او نه پوهيږي دغه کفار چې کله بيا دوی ژوندي را پورته کړل شي دوی.

همدا شان الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

) عٰلِمُ الۡغَیۡبِ فَلَا یُظۡہِرُ عَلٰی غَیۡبِہٖۤ اَحَدًا ﴿ۙ۲۶﴾ اِلَّا مَنِ ارۡتَضٰی مِنۡ رَّسُوۡلٍ ( ([7]).

ژباړه :

(الله) غالب دی پر غائبو (اشياؤ) باندې نو نه خبروي په غيبو خپلو باندې هيڅوک مګر هغه څوک چې راضي وي ترې (او غوره کړی يې وي په اطلاع د غيبياتو) له رسول خپل څخه .

الله تعالی د ديني مصلحتونو لپاره خپل نبي حضرت محمد   صلی الله علیه وسلم   هم د غيبو له ځينو خبرو څخه خبر کړی، په کومو کې چې اشراط (د قيامت نښانې) هم دي او د هغوی تعلق له مستقبل سره دی.

که چيرته د قيامت نښانو د پيژندلو لپاره له اسرائيلي روايتونو يا له خوبونو کار واخيستل شي يا کوم سياسي واقعات پرته له کوم دليله د قيامت په نښانو کې شمار کړی شي، نو دا طرز العمل بالکل مناسب نه دی

همدا شان دا خبره هم ډيره ضروري ده چې کوم نص تاسو د دليل په توګه وړاندې کوی هغه بايد په صحيح سند سره ثابت وي، خواه هغه نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  ته منسوب وي يا د هغه   صلی الله علیه وسلم  په صحابه ؤ   رضی الله عنهمکې کوم يوه ته منسوب وي.

نن صبا د قيامت نښانو موضوع په خلکو کې د جوش او خروش پيدا کولو، د کتابونو د تجارت کولو او د هغوی په لوستونکو کې د زياتوالي راوستلو په خاطر، غريب، شاذ او په اوهامو بنا خبرې کول رواج ګرځيدلې، د دغه نوعيت يو دلچسپ عبارت کوم چې ما لوستلی : دا دی ! د ترکيه د استنبول په يوه کتابخانه (دارالکتب الاسلاميه) کې د دريمې هجري صدۍ په نايابو خطونو کې يو منفرد روايت بيان شوی وو چې حضرت ابو هريرة ، ابن عباس او علي ابن ابی طالب   رضی الله عنهمبيان کړی وو او په روايت کې دي چې حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  د دې خبرې له بيانولو څخه ويريده مګر کله چې د مرګ وخت راغی نو د علم پټولو له ګناه څخه د بچ کيدا په خاطر هغه دا خبره بيان کړه او حاضرينو ته يې وويل: له ما سره په اخره زمانه کې د کيدونکو جنګونو په ځينو واقعاتو باندې بنا يو خبر شته، هغوی وويل : ضرور يې راته بيان کړه الله تعالی دې تا ته جزا خير درکړي، نو هغه خپلې خبرې داسې شروع کړې!

د (۱۳۰۰ هجري) په پنځمه يا شپږمه عشره کې به په مصر کې يو ناصر نامی واکمن وي، عرب به هغه ته د يوه بهادر انسان خطاب کوي، ليکن الله تعالی به هغه پی در پی په جنګونو کې ذليل او رسوا کړي او هيڅوک به د هغه مرستې ته را نشي، کله چې الله تعالی د مصر حقيقي مرسته کول وغواړي نو په دې محبوبو مياشتو کې به هغه فتح کړی شي، د مصر اوسيدونکي او عرب به په يوه غنم رنګي سړي باندې راضي شي، د کوم نام به چې سادات وي او د پلار نام به يې انور وي، مګر هغه به په غمزده ښار مسجد اقصی کې له غاصبو سره صلح وکړي.

په عراق کې به يو ظالم واکمن وي، د هغه په يوه سترګه کې به لږ ضعف وي، د هغه نام به صدام وي : او هغه به له ده سره هر ټکر کيدونکي سړي ته سخته صدمه رسوي، دنيا به د هغه لپاره په يوه وړه شانته کمين ګاه کې جمع کړی شي، هغه به په دې کې ور داخل شي او د هغه لپاره به يواځې په اسلام کې خير وي، په هغه کې به خير او شر دواړه وي او بربادي د هغه چا لپاره ده کوم چې له امانتدار مهدي سره خيانت وکړي.

په (۱۴۲۰ هجري يا ۱۴۳۰ هجري) کې به امانتدار مهدي ظاهر شي، هغه به له ټولې دنيا سره جنګ وکړي، د هغه په مقابله کې به ګمراه، د الهي غضب ښکار او منافقين له جبل مجدون سره نږدې په اسرا او معراج زمکه کې جمع شي او د مکر ملکه زانيه به راووځي، د کومې نام چې امريکا ده، هغه به دنيا په دې زمانه کې د ګمراهي او کفر لوري ته را بولي او يهود به په دې ورځ په اعلی مقام باندې فايز شي، هغه به د ټول بيت المقدس او مقدس ښار مالک شي، د هغوی قبضه به د سختو واورو وريدونکو سيمو او سختې ګرمي لرونکو سيمو بر سيره په هغو تمامو سيمو هم وي کومې چې په بحري يا هوائي لارو باندې راځي، مهدي به وويني چې ټوله دنيا له بيکاره مکر سره د ده خلاف ده، د هغه به يقين وي چې د الله تدبير تر ټولو سخت دی، ټول کائنات د الله تعالی دي، د هغه لوري ته د ټولو ور تلل دي، ټوله دنيا د هغه لپاره د يوې ونې په څير ده او هغه د هغې د جړ (ولو) او شاخونو مالک دی، الله تعالی به په هغوی بد ترين کاڼي (ډبرې) وو وروي، په هغوی باندې به زمکه، سمندر او آسمان اور شي، آسمان به په هغوی بد ترين باران وو وروي او ټول د زمکې اوسيدونکي به په کفر لعنت وايي : او الله تعالی به د هر رنګه کفر د زوال حکم وکړي ([8]).

نوټ : په دې باب کې د ثقه علماء کرامو لور ته رجوع وکړی:

د هر سړي په زړه کې چې د قيامت نښانو په باره کې کوم خيال پيدا شي، د هغه لپاره واجب دي چې هغه د هغه له ښکاره کولو د مخه په دې معامله کې د اهل علمو په خدمت کې حاضر شي، الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

) فَسۡـَٔلُوۡۤا اَہۡلَ الذِّکۡرِ  اِنۡ  کُنۡتُمۡ  لَا تَعۡلَمُوۡنَ ﴿۷﴾ ( ([9]).

ژباړه:

     پس پوښتنه وکړئ له خاوندانو د ذکره (د کتابيانو له علماؤ څخه) که يی تاسې چې نه پوهيږی.

همدا شان الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

) وَ لَوۡ رَدُّوۡہُ  اِلَی الرَّسُوۡلِ وَ اِلٰۤی اُولِی الۡاَمۡرِ مِنۡہُمۡ لَعَلِمَہُ الَّذِیۡنَ یَسۡتَنۡۢبِطُوۡنَہٗ مِنۡہُمۡ ؕ وَ لَوۡ لَا فَضۡلُ اللّٰہِ عَلَیۡکُمۡ وَ رَحۡمَتُہٗ لَاتَّبَعۡتُمُ الشَّیۡطٰنَ  اِلَّا  قَلِیۡلًا ﴿۸۳﴾ ( ([10]).

ژباړه :

او که دوی ور رسولای (او پريښی وای) دا خبر طرف د رسول د الله ته او طرف د حاکمانو خپلو ته له دوی څخه نو خامخا معلوم به وای (تدبير) د دې کار هغو کسانو ته چې ايستلی (او بيلولی شي ښه له بدو) له دوی ځينې رسول الله او امراء، نو تحقيق به يې شوی وای او که نه وای فضل د الله پر تاسې (په اسلام) او رحمت د ده (په نزول د قران) نو هرو مرو به متابعت کړی ؤ تاسې د شيطان مګر متابعت به نه وو کړی له تاسې څخه لږو.

 د امت د سلف صالحينو طريقه دا وه، د دې تاييد له دې حديث څخه هم کيږي د کوم روايت چې د رسول صحابي حضرت ابو طفيل  رضی الله عنه  کړي، هغه فرمايي: يو ځل زه په کوفه کې وم چې يو نا څاپه وويل شول دجال ظاهر شو، زه د حضرت خذيفه بن اسيد په خدمت کې هغه وخت حاضر وم کله چې هغه حديث بيانولو، ما وويل : دجال ظاهر شو، هغه وويل: کينه، زه کيناستم، په دې وخت کې د کومې قبيلې سردار هم راغی، هغه هم وويل : څه مو اوريدلي تاسو خلکو ! دجال ظاهر شو او خلک هغه وژني، خذيفه هغه ته هم وويل : کينه، هغه هم کيناست، لږ وروسته دا اعلان وشو چې هيڅ دجال نه دی ظاهر شوی، دا ټول يو رنګ لرونکي دروغ دي، مونږ حضرت خذيفه ته عرض وکړ : ابو سريحه ! تا خو مونږ د دې لپاره کينولي يو چې له تا سره د دجال په باره کې علم دی مونږ ته يو څه ووايه؟ هغه وويل : که چيرته دجال دستاسو په دور کې ظاهر شي نو د نن ورځې ماشومان به هغه په ډبرو (تيږو) وولي، دجال په هغه زمانه کې ظاهريږي کله چې د خلکو په خپل مينځ کې سره حسد او بغض وي، د هغوی ديني حالت به ډير کمزوری وي او په خپل مينځ کې به يې اختلاف وي، هغه به په اساني سره تر هرې چينې رسيږي …..الحديث ([11]).

[1]  – البقرة، آية : ۳.
[2]  – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۲۱.
[3]  – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۳۴۶، وصحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۸۸۰.
[4]  – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۳۷.
[5]  – الجن، آية : ۲۶ – ۲۷.
[6]  – النمل، آية : ۶۵.
[7]  – الجن، آية : ۲۶ – ۲۷.
[8]  – کشف المکنون في الرد علی کتاب هرمجدون :۵۸، همدا شان وګورئ : المهدي وفقه اشراط الساعة : ۶۳۶.
[9]  – الانبياء، آية : ۷.
[10]  – النساء، آية : ۸۳.
[11]  – المستدرک للحاکم :۴/ ۵۲۹.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button