ننګرهار: چارواکي وايي ۴۲ داعش وسلوال يې وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۵) الماس خدرخېل

د ننګرهار ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې ۴۲ داعشيان يې هغه وخت ووژل، چې دوی غوښتل په سيمه کې نوي سنګرونه جوړ کړي. په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قل اردو مطبوعاتي مسؤل شيرين اقا وويل، چې داعش وسلوالو غوښتل، د هسکې مينې په ولسوالۍ کې يو ځل بيا نظامي مرکزونه پرانيزي، خو د افغان امنيتي ځواکونو د سختو بريدونو سره مخ شول، هغه زياتوي چې په دې نښتو کې ۱۹ داعش وسلوال وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

چارواکو د يو شمېر وسلو او تجهيزاتو د نيولو خبر هم ورکړی.

ځايي ولسي خلک اندېښنه کوي، چې هره ورځ د لسګونو داعش وسلوالو د مرګ ژوبلې خبرونه اورو، خو دوی نه خلاصېږي او نه هم دا جګړه پای ته ورسېده، هغوی وايي که جګړه دوام ولري، نو مونږ مجبور يو چې له دې سيمې کډې وکړو.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد ښاغلي ټرمپ ويلي و، چې داعش د اوباما زېږنده دي، د داعش بنسټ اوباما او ميرمن کلنټن ايښی، چې دوی په اسيا کې جګړې ترسره کړي او د امريکا دښمنان زيات کړي.

د ټرمپ څرګندونو ولسونه په شک او ترديد کې اچولي او زيات خلک په دې عقيده دي، چې دولت او بهرنيان جګړه ختموي نه بلکې لا يې اوږدوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button