غافل مشره!

لیکوال سیف الرحمن رحماني
چي سرونه د ځوانانو خاوري نه شي
په خـــبرو چا وطـــن ګټلــــی نه دی
د اشغال تاو شوي ځنځیرونه مو د ازادۍ لمانځلو ته نه پریږدي، دلته اوس هم د ولسونو پښې او لاسونه د غلامۍ په ځنځیرونو تړل شوي دي، د ژوند ټول مراحِل مو د نور تر قدمونو لاندي دي، د غلامۍ الفاظ مو اوس هم د نومونو په پاي کښي ذِکر کیږي، که د وطن د ازادۍ مفهوم دا وي نو بیا خو موږ باید هغه ورځ ولمانځو په کومه ورځ چي د انګریزانو نجس قدمونه د همدې غیرتي خاوري پر سر زمین کیښودل شول او دا خاوره یې تر خپل تسلط لاندي را وستل.
نا خبر او بې صلاحیته مشره! موږ کومه ازادي ولمانځو د ازادۍ کومه فلسفه راژوندۍ کړو، د خاوري تر څنګ مو کلتور، مذهب، عقيدې او اذهان هم د غلامۍ په لوګیو تور شوي دي، بې واکه مشره! د ولسونو د ارتداد نعري دي نه ويښوي، د اسلام څخه د افرادو د بغاوت چیغه دي اوس هم غوږونه نه مني، د غربي ښامارانو وحشتونه دي اوس هم له ذهن څخه د ازادۍ د روانو لاپو فلسفه نه غورځوي.
هغه چي د اشغال په ټنډه د غلامۍ پر بستر د ازادۍ سندري وایې د ازادۍ له خونده اوس هم محروم پاته دي، اوس یې هم د غلامۍ ستړی احساس د بدن په ټولو رګونو کي لکه د ویني غوندي جریان لري، د غلامۍ سیوري ته دمه کونکي افراد اوس هم د ازادۍ د دروغو چیغي بدرګه کوي، خو دوي نه پوهیږي چي د ازادۍ سینې ته رسیدل څومره په سترو قربانیو سره کیږي، د ازادۍ په لار کښي څومره ویني بهیدل غواړي او څومره د تکالیفو ډک ژوند ته اړتیا شته.
اوس ځیرک او عقلمند ولسونه په دې پوي شوي دي چي د ازادۍ تر عنوان لاندي ولسونه تېر ایستل کیږي، اذهان یې مغشوش کیږي، د اشغال د تورتم په لمن کي ساتل کیږي، ولسونه اوس دا درک کولای شي چي افغانستان اوس هم د اشغال په لمبو کښي سوځل کیږي، مو جوده حکومت یې یو غلام او اجیر حکومت دی، د حکومت ټول افعال او سکنات یې د نورو په خوښه دی.
د ازادۍ خوند له ازادو او خپلواکو ولسونو وپوښتئ،
هغه چي د غرونو د سرونو ښکلا یې دوچنده کړې ده، هغه چي د صلیبي تړاکګرو مخي ته سپر ګرځیدلي دي، هغه ولسونه چي دې مقام ته د رسیدو په لار کښي یې د تن غوښي او هډونه وشیندل، چاچي د هجرت کړاونه او تکلیفونه ګاللي وي،



