غور: د امنیې قومندانۍ د امنیت امر، چی څو ورځې وړاندې ټپي شوی و، ومړ

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۶) زرغون خوږیاڼی
د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د غور ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد زمان عظیمي یوه اوونۍ وړاندې ټپي شوی و، نن يې د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي رسینو ته وویل، چې محمد زمان عظیمي په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په روغتون کې ومړ، خطیبي زیاتوي چې یاد امنیه امر یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو سره په مخامخ جنګ کې ټپي شوی و، چې د ټپونو د ژوروالي له امله یې ساه ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې تیره میاشت د پسابند ولسوالۍ امنیه قومندان هم د طالبانو له خوا وژل شوی و.
د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ یوه له ناامنه ولسولیو څخه ده، چې وخت نا وخت په کې د طالبانو او حکومتي چارواکو تر منځ سختو جګړو خبر ورکول کیږي.



