
لنډی کوتل کې د افغان کډوالو ټرک موټر چپه شوی، ۳۱ تنه ټپیان شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۶) زرغون خوږیاڼی
تېره ورځ تورخم سره نږدې د لنډي تل سیمه کې هیواد ته د راتلونکو کډوالو لارۍ موټر چپه شوی دی، چې په کې د ښځو او ماشومانو په کډون ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.
پيښه پرون د تورخم روډ لنډي کوتل سیمه کې د میچنۍ تاڼې سره نږدې رامنځته شوې ده، چې په کې ۱۸ ماشومان، ۶ زنانه او ۴ نارینه ژوبل شول.
په ژوبل شوو کې د د ۷ کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی، چې د پيښور روغتون ته لیږدول شوي دي او پاتې نور یې د لنډي کوتل په یو روغتون کې بستر شوي دي.
د یادې تاڼې افسر حکمت افریدي رسنیو ته ویلي، چې د لارۍ موټر د بریک شکیدلو له سببه یاده پيښه رامنځته شوې ده.



