د ایمان مسایل (شپاړسمه برخه)

لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلی)
حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د عربو له کوم خاندان څخه دی
پوښتنه : حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د عربو له کوم خاندان څخه دی؟
ځواب : حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د قريشو له خاندان څخه دی، د عربو په ټولو قبيلو کې د قريشو خاندان د ډير عزت او مرتبې خاوند وه، د همدغې قبيلې خلک به د عربو د نورو قبيلو سرداران ګڼل کيدل، بيا د همدې قبيلې يو ښاخ بنوهاشم دي کوم چې د قريشو له نورو ښاخونو څخه ډير عزت درلود، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له همدغه ښاخ يعنې بنو هاشم څخه دی، نو له همدې امله حضورصلی الله علیه وسلم ته هاشمي هم ويل کيږي ([1]).
رسول الله صلی الله علیه وسلم نور دى که بشر
پوښتنه : زيد وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د عامو انسانانو په څير په بشريت سره ږغ کيدلاى شي، عمر وايي دا خبره غلطه ده، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالى په حضور کې د بشريت په درجه کې هم او نورانيت کې هم دى، په دغو دواړو خبرو کې کومه يوه سمه دى؟.
ځواب : رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې نوع په لحاظ سره بشر دى، او د قرآنکريم په الفاظو کې (بشر مثلکم) دى، هادي (د لار ښودنې) په حيثيت سره نور دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دى او بشر انسان ته ويل کيږي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان منل فرض دي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له انسانيت څخه انکار کول کفر دى، له دې څخه معلومه شوه چې که چيرته زيد د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نورانيت باندې هم قايل وي نو د ده موقف هم صحي دى، او که چيرته په بشريت او نورانيت کې تضاد ګڼي بيا يې موقف غلط دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم بشر کامل دى او د صفت هدايت په اعتبار سره نور کامل دى ([2]).
هاشم څوک دي
پوښتنه : هاشم څوک دي دکومو اولاد ته چې بنو هاشم ويل کيږي؟
ځواب : د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د غور نيکه نوم هاشم دی، چې د نسب سلسله يې دارنګه دی، محمدصلی الله علیه وسلم ځوی د عبد الله هغه ځوی د عبدالمطلب هغه ځوی د هاشم هغه ځوی د عبد مناف ([3]).
له آدم علیه السلام وروسته د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په پشت کې بل پيغمبر شته او که نه
پوښتنه : د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په پشت کې له حضرت آدم علیه السلام څخه وروسته بل پيغمبر شته او که نه؟
ځواب : هو ! حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د حضرت اسماعيل علیه السلام له اولادې څخه دی او حضرت اسماعيل علیه السلام د حضرت ابراهيم علیه السلام زوی دی، له دې دواړو پرته حضرت نوح علیه السلام او حضرت شيث علیه السلام د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د نسب په سلسله کې داخل دي ([4]).
آيا ټول انبياء کرام علیهم السلام په غيب باندې پوهيږي
پوښتنه : آيا ټول انبياء کرام علیهم السلام په غيب باندې پوهيږي؟.
ځواب : له الله تعالى جل جلاله پرته هيڅوک هم په غيب پوهيدونکي نه دي ([5]).
حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د څو کلونو په عمر کې پيغمبر شو
پوښتنه : حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د څو کلونو په عمر کې پيغمبر شو؟
ځواب : د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم عمر مبارک د څلويښتو کلونو وو چې وحې پرې راغله ([6]).
وحې څه ته وايي
پوښتنه : وحې څه ته وايي؟
ځواب : له وحې مراد داده چې خدای تعالی خپل حکمونه او خپل کلام پر پيغمبر نازليدل شروع کړل ([7]).
حضرت آدم علیه السلام ته د فرښتو سجده کول
پوښتنه : حضرت آدم علیه السلام ته فرښتو کوم ډول سجده کړې وه؟.
ځواب : په دې کې دوه قولونه دي : يو دا چې دا سجده حضرت آدم علیه السلام ته د تعظيم لپاره وه، دويم دا چې دغه سجده الله تعالى ته وه، او د حضرت آدم علیه السلام حيثيت د هغه لپاره داسې دى لکه زمونږ لپاره د قبلې شريفې ([8]).
د وحې له نازليدو وروسته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څومره موده ژوندی وو
پوښتنه : د وحې له نازليدو وروسته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څومره موده ژوندی وو؟
ځواب : درويشت کاله، ديارلس کاله په مکه مکرمه کې او لس کاله په مدينه منوره کې ([9]).
مدينې منورې ته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ولې تللی وو
پوښتنه : مدينې منورې ته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ولې تللی ؤ؟
ځواب : کله چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې خلکو ته د الله تعالی د وحدانيت ( يووالي) او د بت پرستي د پريښودلو ښوونه کوله او هغوی ته يې ويل چې بت پرستي پريږدی او په يوه خدای باندې ايمان راوړی نو دغه خلک يې دښمنان شول، ځکه چې هغوی د بتانو عبادت کاوه او هغوی يې خدايان بلل او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته يې قسما قسم ( ډول ډول) تکليف رسول شروع کړل، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د هغوی د کينې او دښمنۍ له امله ډير زيات کړاوونه ګالل او هغوی ته به يې د خدای تعالی د يو والي ښوونه کوله او خپل تبليغ به يې جاري ساته، مګر کله چې د هغوی دښمني له اندازې زياته شوه او ټولو په يو وار د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د وژلو کوشش وکړ نو حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د الله تعالی له حکم سره سم خپل ګران محبوب وطن ( مکه مکرمه) پريښود او مدينې منورې ته يې هجرت وکړ، د مدينې منورې خلک له پخوا څخه مسلمان شوي ؤ او د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم راتلو ته ډير مشتاق ( ليوال) ؤ، کله چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته ورسيد نو دغو مسلمانانو د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم او د ور سره ملګرو صحابه کرامو رضی الله عنهم په خپل ځان او مال سره مرسته او اعانت وکړ.
مدينې منورې ته د حضورصلی الله علیه وسلم د تللو خبر چې کله واوريدل شو نو هغو مسلمانانو هم کوم چې کفارو په تکليف کول کرار کرار مدينې منورې ته تلل شروع کړل!
د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې څخه د مدينې منورې په لور تللو ته هجرت وايي او هغو مسلمانانو ته کومو چې خپل کورونه پريښودل او مدينې منورې ته راغلل هغوی ته مهاجرين وايي او د مدينې منورې مسلمانانو ته کومو چې د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم او مهاجرينو مرسته وکړه هغوی ته انصار ويل کيږي ([10]).
د کلمه له ويلو وروسته د صلي الله عليه وسلم ويل
پوښتنه : کله چې يو شمير خلک کلمه ووايي نو د کلمې له ويلو وروسته صلي الله عليه وسلم هم وايي، سره له دې چې صلي الله عليه وسلم د کلمې برخه نه دى، پوښتنه دا ده چې له کلمه سره د صلي الله عليه وسلم ويل روا دي او که نه؟.
ځواب : د کلمه برخه خو نه دى، مګر په عامو حالاتو کې د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په مبارک نام باندې درود ويل پکار دي ([11]).
حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د نبوت له دعوې د مخه د عربوخلکو څنګه پيژندلو
پوښتنه : حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د نبوت له دعوې د مخه د عربوخلکو څنګه پيژندلو؟
ځواب :د نبوت له دعوې څخه مخکې هم ټولو خلکو ډير ريښتونی، پاک او اماتندار شخص پيژاند، محمد امين به يې باله د کوم مطلب چې دا ده چې حضورصلی الله علیه وسلم د هغوی په نزد د ډيرې لوړې درجې معتبر او رښتونی انسان دی او ټولو خلکو د هغه ډير عزت کاوه ([12]).
له رسول اللهصلی الله علیه وسلم وروسته بل پيغمبر راځي او که نه
پوښتنه : د دې خبرې څه دليل دی چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له ټولو وروستنی پيغمبر دی او له ده څخه وروسته به بل هيڅ پيغمبر نه راځي؟
ځواب : اول دا چې په قرآن کريم کې ورته الله تعالی خاتم البيين وئيلي چې معنی يې ده حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په ټولو پيغمبرانو کې وروستنی پيغمبر دی، دويم دا چې نبي علیه السلام فرمايلي )انا خاتم البيين لا نبی بعدی( زه وروستنی پيغمبر يم له ما وروسته بل پيغمبر نشي راتلای، دريم دا چې په قرآن کريم کې الله تعالی فرمايلي )اَلۡیَوۡمَ اَکۡمَلۡتُ لَکُمۡ دِیۡنَکُمۡ وَ اَتۡمَمۡتُ عَلَیۡکُمۡ نِعۡمَتِیۡ وَ رَضِیۡتُ لَکُمُ الۡاِسۡلَامَ دِیۡنًا ؕ( ([13] )
ژباړه : نن مونږ د تاسو لپاره د تاسو دين مکمل کړ او خپل نعمت مې تاسو ته په پوره توګه وسپاره او د تاسې لپاره مې د اسلام دين غوره ( خوښ) کړ.
له دې معلومه شوه چې د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په ذريعه خدای تعالی دين مکمل کړ او اسلام د هميشه لپاره کامل مکمل دين شو نو ځکه له حضورصلی الله علیه وسلم څخه وروسته د بل کوم پيغمبر راتللو ته کوم ضرورت پاتې نشو ([14]).
د علي احمد يا محمد علي نومونو د ليکلو په وخت کې د (ص) ليکل
پوښتنه : يو شمير خلک د خپلو نومونو د ليکلو په وخت کې داسې ليکي (محمد ص علي) (علي احمد ص) آيا په دې ډول له خپل نامه سره د (ص) ليکل صحي دى او که نه؟.
ځواب : د محمد يا احمد لفظ کله چې د يو چا د نامه جزء وي نو له هغه سره د (ص) نښه ليکل نه دي پکار ([15]).
رسول اللهصلی الله علیه وسلم له ټولو پيغمبرانو څخه په مرتبه کې لوړ دى
پوښتنه : د دې خبرې څه دليل دی چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له ټولو پيغمبرانو علیهم السلام څخه په مرتبه کې لوړ دی؟
ځواب : په ټولو پيغمبرانو علیهم السلام د حضورصلی الله علیه وسلم فضيلت د قرآن کريم په څو آيتونو سره ثابت دی او په خپله حضرت محمدصلی الله علیه وسلم هم ويلي چې )انا سيد ولد آدم يوم القيمة( زه به د قيامت په ورځ د ټولو بني آدمانو سردار يم او دا ښکاره خبره ده چې د آدم په اولاد کې ټول پيغمبران علیهم السلام هم داخل دي،نو حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له ټولو پيغمبرانو علیهم السلام بهتر او د هغوی سردار دی ([16]).
حضرت يحى علیه السلام واده نه وو کړى
پوښتنه : په يو شمير کتابونو کې ليکل شوي چې حضرت يحى علیه السلام واده نه وو کړى، او په يو شمير نورو ليکنو کې بيا تر سترګو کيږي چې واده يې کړى وو، په دې کې کومه يوه خبر سمه دى؟.
ځواب : هو ! حضرت يحى علیه السلام او حضرت عيسى علیه السلام دواړو ودونه نه دي کړي، حضرت عيسى علیه السلام کله چې د قرب قيامت په وخت کې را نازل شي نو نکاح به هم کوي او اولاد به يې کيږي، لکه څرنګه چې په حديث شريف کې راغلي، يوازې حضرت يحى علیه السلام داسې دى کوم چې واده نه وو کړى، له همدې امله په قرآنکريم کې ورته حصور ويل شوي، لهذا په کومو ليکنو کې چې داسې ليکل شوي چې حضرت يحى علیه السلام واده کړى وو، دا غلط دي ([17]).
ايا په هندوستان او پاکستان کې هم کوم پيغمبر راغلى
پوښتنه : په قرآن کريم کې راغلي )وَ اِنۡ مِّنۡ اُمَّۃٍ اِلَّا خَلَا فِیۡہَا نَذِیۡرٌ ( ([18] )
ژباړه : هيڅ داسې يو قوم نشته چې هغه ته د الله تعالی له لوري ويرونکی راغلی نه وي!
بل ځای فرمايي ) وَّ لِکُلِّ قَوۡمٍ ہَادٍ ٪( ([19] ).
ژباړه : د هر قوم لپاره هدايت کونکی ليږل شوی دی!
له دې آيتونو څخه معلوميږي چې د هر قوم او ملک لپاره الله تعالی کوم پيغمبر ليږلی، آيا په هندوستان او پاکستان کې هم کوم پيغمبر راغلی؟
ځواب : هو ! له دې آيتونو څخه بې له شکه ثابتيږي چې د هر قوم لپاره الله تعالی هدايت کونکی او ويرونکی راليږلی، نو له همدې وجهې ممکن دی چې په هندوستان او پاکستان کې هم کوم پيغمبر راغلی وي ([20]).
آيا کرشن جي او رام چندر جي پيغمبران وو
پوښتنه : آيا ويل کيدلی شي چې د هندوانو پيشوا ګان کرشن جي او رام چندر جي وغيره هم پيغمبران وو؟
ځواب : نه ! ځکه چې پيغمبري يوه خاصه عهده دی چې د خدای تعالی له لوري خاصو بندګانو ته ورکول کيږي، تر څو چې په شريعت دا خبره ثابته نه وي چې دغه خاص عهده د خدای تعالی له لوري فلاني سړي ته ورکړل شوې تر هغه وخته مونږ هم دا نشو ويلی چې فلان د خدای تعالی نبي دی، که چيرته مونږ پرته له کوم دليل څخه په خپله رايه يو سړی په پيغمبري وپيژنو او په واقع کې هغه پيغمبر نه وي نو د خدای تعالی په حضور کې به مونږ په همدې غلطي سره نيول کيږو!
که تاسو په خپل خيال يو سړی د بادشاه نائب يعنې ګورنر يا د جنرل په صفت وپيژنی او په اصل واقع کې هغه د بادشاه نائب نه وي نو تاسو د حکومت په نزد مجرم ګڼل کيږی، ځکه چې تاسو يو داسې سړی کوم چې بادشاه نه ګورنر نه جنرل ټاکلی تاسو هغه ته د ګورنر يا جنرل په ويلو سره د بادشاه لور ته د يوې غلطې خبرې نسبت وکړ!
مونږ په تيرو شويو خلکو کې په ځانګړې توګه هغو خلکو ته پيغمبر ويلی شو د کومو پيغمبر کيدل چې په شريعت سره ثابت وي، په قرآن کريم او احاديثو کې د هغه پيغمبري بيان شوې وي!
د هندوانو يا د نورو قومونو د پيشواګانو متعلق مونږ زيات نه زيات دا خبره کولی شو چې که چيرته د هغوی عقائد او اعمال درست وو او د هغوی تعليمات د آسماني تعليماتو خلاف نه وو او هغوی نور خلک هم د خدای تعالی لور ته بلل (خلکو ته يې لارښودنې کولې) نو ممکن چې هغه دې نبي وي، مګر په يقين سره ورته نبي ويل د اټکل غشي ويشتل دي او بې له دليله د خبرې کول دي ([21]).
د نبي علیه السلام په باره کې څه ډول عقيده لرل پکار دي
پوښتنه : د نبي علیه السلام په باره کې څه ډول عقيده لرل پکار دي؟
ځواب : د نبي علیه السلام په باره کې په لاندې ډول عقيده لرل پکار دي.
(۱) هغه د الله تعالی يو بنده او انسان وو.
(۲) له خدای تعالی څخه وروسته په ټول مخلوق کې غوره دی.
(۳) له ګناهونو څخه بيخي پاک دی.
(۴) خدای تعالی پرې قرآن کريم نازل کړی.
(۵) د معراج په شپه الله تعالی آسمانونو ته ور وغوښتلو، جنت او دوزخ يې ور وښودل.
(۶) د خدای تعالی په حکم يې ډيرې معجزې ښکاره کړی دي.
(۷) د الله تعالی ډير زيات عبادت او بندګي يې کوله.
(۸) ډير لوړ او غوره اخلاق يې درلودل.
(۹) الله تعالی ورته د ډيرو مخکنيو او راتلونکو خبرو علم ورکړی وو، له کومو څخه چې بيا حضورصلی الله علیه وسلم خپل امت ته خبر ورکړ.
(۱۰) خدای تعالی ورته له ټول مخلوق څخه زيات علم ورکړی وو، خو عالم الغيب نه وو، ځکه چې دا د الله تعالی شان او د هغه خاص صفت دی.
(۱۱) هغه خاتم النبيين دی، له هغه څخه وروسته هيڅ نبي نشي راتلای،يواځې حضرت عيسی علیه السلام کوم چې د پخوانۍ زمانې پيغمبر دی له آسمان څخه به راکوز شي او د اسلامي شريعت پيروي به کوي.
(۱۲) هغه د ټولو انسانانو او پيريانو رسول دی.
(۱۳) هغه به د قيامت په ورځ د الله تعالی په اجازت سره د ګنهګارو شفاعت کوي، له همدې امله حضورصلی الله علیه وسلم ته شفيع المذنبين ويل کيږي او خدای تعالی به د حضورصلی الله علیه وسلم شفاعت قبلوي هم.
(۱۴) هغه چې په کومو خبرو حکم کړی په هغو عمل کول او له کومو څخه يې چې منع کړې له هغو ځان ساتل او له کومو واقعاتو يې چې خبر ورکړی د هغو منل او په هغو يقين کول په امت باندې ضروري دي.
(۱۵) له هغه سره محبت کول، د هغه تعظيم او تکريم کول د هر امتي په ذمه لازم دي، ليکن له تعظيم څخه مراد هغه تعظيم دی کوم چې د شرعي قواعدو موافق وي او د خلاف شرع خبرو تعظيم کول ناداني ده ([22]).
آيا د رسول اللهصلی الله علیه وسلم له نام سره د واله وسلم ليکل ضروري دي
پوښتنه : د رسول اللهصلی الله علیه وسلم له نام سره د (صلي الله عليه وسلم) ليکل پکار دي او که د (صلي الله عليه وآله وسلم) ليکل پکار دي؟.
ځواب : که (وآله وسلم) وليکل شي نو دا به ډيره ښه شي ([23]).
له معصوم کيدلو څخه مراد څه دي
پوښتنه : له معصوم کيدلو څخه مراد څه دي؟
ځواب : له معصوم کيدلو څخه مراد دا ده چې هيڅ صغيره يا کبيره ګناه له حضورصلی الله علیه وسلم څخه قصدا يا سهوا نه ده صادره شوې، ټول انبياء کرام علیه السلام له ګناهونو څخه معصوم دي ([24]).
د رسول الله په نوم پسې د (ص) او د آدم علیه السلام په نوم پسې د (ع) ليکل
پوښتنه : په عام ډول د رسول اللهصلی الله علیه وسلم په نوم پسې (ص) او د حضرت آدم علیه السلام په نوم پسې (ع) ليکل کيږي، آيا داسې کول صحي دي؟.
ځواب : د پوره درود او سلام ليکل پکار دي ([25]).
د حضورصلی الله علیه وسلم معراج په ويښه وو او که په ويدو
پوښتنه : د حضورصلی الله علیه وسلم معراج په ويښه وو او که په ويدو؟
ځواب : حضورصلی الله علیه وسلم له خپل مبارک جسم سره معراج ته تشريف وړی وو، نو ځکه د هغه معراج په ويښه وو، له دې پرته حضور صلی الله علیه وسلم څو ځلې په خوب کې هم معراج کړی کومو ته چې منامي معراجونه ويل کيږي، ځکه چې منام خوب ته ويل کيږي، ليکن د حضورصلی الله علیه وسلم خوب او همدا شان د نورو انبياء کرامو خوب رښتونی وي، په هغوی کې د غلطي او خطاء شبهه نشي کيدلی، نو د حضورصلی الله علیه وسلم يو معراج په ويښه دی، څلور يا پنځه يې منامي دي ([26]).
([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٣.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٤٥، بحواله : بحر الرائق، ج : ٥، ص : ١٣٠، تفسير نسفي، ج : ٣، ص : ٤٩١.
([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٣.
([4]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٤.
([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٥٤، بحواله : النمل، آية : ٦٥، الحشر، آية : ٢٢.
([6]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٤.
([7]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٤.
([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٥٥، بحواله : تفسير ابن کثير، ج : ١، ص : ٣١٢.
([9]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٤.
([10]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٥.
([11]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٢٠٠، بحواله : الدرالمختار، ج : ١، ص : ٥١٧، ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥١٨.
([12]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٦.
([14]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٧.
([15]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٩٩، بحواله : خلاصة الفتاوى، ج : ٤، ص : ٣٩٠.
([16]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٧.
([17]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٥٩، بحواله : مشکوة، ص : ٤٨٠، باب نزول عيسى 5، آل عمران، آية : ٣٩، روح المعاني، ج : ٣، ص : ١٤٨، تفسير ابن کثير، ج : ٢، ص : ٣٥.
([20]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٢.
([21]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٣.
([22]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٤.
([23]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٩٩، بحواله : حلبي کبير، ص : ٣.
([24]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٥.
([25]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ١٩٩، بحواله : تقريب النواوي مع التدريب، ص : ٢١٧ – ٢١٨.
([26]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٥.



