طالبانو له علماوو وغوښتل، چې د علماوو په نوم نړیوال فرمایشي کنفرانس کې ګدون ونکړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۶) زرغون خوږیاڼی

طالبانو د کابل د سولې شورا له لوري د علماوو نړیوال کنفرانس برابرولو په اړه په یوه اعلامیه خپره کړې ، چې په کې یې له علماوو په دغه غولوونکي او کفر ته د مشروعیت ورکوونکي کنفرانس کې د ګډون نه کولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو ویلي:  دا ځل زموږ د دین، هیواد او خپلواکۍ دښمنان غواړي، چي د نړۍ علماء کرامو او اسلامي هیوادونو ته په دوکه ورکولو د سعودي عربستان په جده ښار کې او یا هم که سعودي حکومت  موافقه ور سره  و نکړي کوم بل هیواد کې د اسلامي نړۍ د عالمانوپه نوم او عنوان یو کانفرانس جوړ کړي.

په اعلامیه کې لیکل شوي، چې د کابل د غلامي ادارې د تش په نامه سو لي شوری اعلان کړی، چي دغه کانفرانس د دوی په غوښتنه او ابتکار راغوښتل کیږي ترڅو له دغې غونډې څخه په اسلامي هیواد افغانستان کې د کفري اشغالګرو وجود ته د غلطو معلوماتو په وړاندي کولو سره  مشروعیت تر لاسه او د مجاهدینو برحق جهاد ناروا جګړه معرفي کړي، دوی کوښښ کوي چي په افغانستان کې د کامیابۍ پړاو ته رسیدلی مقدس جهاد په هغو ناروا خونریزیو قیاس او تعبیر کړي کومي چي  له شرعي طریقي او شرعي نصوصوخلاف د انسانانو ویني تویوي او د جهاد نوم بدوي.

دوی علماء متوجه کړي، چې متجاوز دښمنان اوس کوښښ کوي د افغان ولس دغه جهادي قیام ته د ګمراه کوونکو تبلیغاتو، رواني جنګ، استخباراتي دسیسو، جعلي فتواوو او د سولې په عنوان د سړو حربو په توسط ماتي ورکړي.

طالبانو وړاندې لیکلي: قدرمنو علماء کرامو!

تاسو ته بهتره معلومه ده، چې امریکایي طاغوت د نن عصر تر ټولو ظالم اشغالګر دی، چې لاسونه یې زموږ د لکونو مسلمانانو په وینو سره دي او دا هم درته معلومه ده چې زموږ ولس یو مؤمن ولس دی، یو ځوریدلی او غریب ولس دی چې پر کور یي پردیو یرغلګرو هجوم راوړی او دا هم درته معلو مه ده، چي زموږ د ولس جهاد د دیني علماء کرامو په سرپرستي او هدایاتو روان یو مشروع مقاومت او د ظالم اشغالګر په وړاندې د یوه مظلوم ملت د مقابلې وروستۍ هڅه ده.

طالبانو ویلي، چې د سولې تر عنوان لاندې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په ابتکار جوړیدونکې غونډې یوازې زموږ د ولس دمغلوبیت لپاره دائریږي.

که تاسو د غونډي په تالار کې هر څو د حق او شریعت خبري وکړئ یا په غرب تنقیدونه وکړئ هغه هر څه د تالا ر د ننه پاته کیږي او د باندي هغه څه د نړیوالو تر غوږونو رسیږي، چي د امریکا په ګټه او د مقدس جهاد او مسلمانانو په زیان وي او د مقدس شریعت په اصولو ولاړ جهاد هم تروریزم او ناروا جګړه معرفي کوي او حواله هم په عالمانو ورکوي.

طالبانو په علماوو غږ کړی، چط که د مجاهدینو علني ملاتړ مشکل وي او نشي کیدلای؛ نو دا خو کیدلای شي چې د کفارو له دا ډول ناوړه دسائیسو نه ځان وژغورو او په فرمایشي غونډو کې یې ګډون ونه کړو

د اسلامي اخوت له مخې مو د اسلامي نړۍ له حکومتونو هیله دا ده چي دا ډول غوڼدو ته زمینه نه کړي مساعده، علماء کرامو ته پیغام دا دی، چې په دغه یاده غونډه کې ګډون ونه کړئ او په دې اړه  یوازې د کتاب الله، سنة رسول الله او د ایمان د غوښتنو له مخې پریکړه وکړئ او پرینږدئ چې په افغانستان کې میشت اشغالګر کفار ستاسو له ګډون او ستاسو له نوم نه په استفادې په خپل شوم هدف کې کامیاب شي.

خدای دې وکړي چې موږ تاسو ته خپل درد او پيغام رسولی وي، ترڅو په آخرت کې د یو بل د حقوقو د نه مراعات کولو له امله له عذاب او  عقوبت سره مخ نه شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button