(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۸) الماس خدرخېل
د ترکيې رسنيو ويلي دي، چې موټربم چاودنه، د دې هېواد ايلازغ ښار امنيې قومندانۍ د څلور پوړيز ه ودانۍ د موټرو په تم ځای کې شوې، د لومړنيو راپورونو له مخې په چاودنه کې ۳ تنه پوليس وژل شوي او ۱۷۰ تنه ملکيان او پوليس ژوبل شوي. ويل کېږي چې په ټپيانو کې د څوارلس کسانو حالت ښه نه دی.
چاودنه په داسې حال کې شوې، چې په امنيه قومندانۍ کې د فتح الله ګولن د غړيتوب په تړاو پوليسو څېړنې کولې.
چاودنه کې په سلګونه کيلو ګرامه بارود کارول شوي، چې ورسره د امنيه قومندانۍ يوه برخه او شاوخوا ودانۍ نړېدلي او د باردو د شدت له امله د چاودنې په ځای کې يوه لويه کنده جوړه شوې.
د ترکيې لومړی وزير بنعلي يلدرم، د ملي دفاع وزير فکري اشق، د کورنيو چارو وزير ايفکان اعلی، د روغتيا وزيررجب اکداغ او لوی درستيز جنرال خلوصي اکار د چاودنې ځای ته ورغلي.
د ترکيې چارواکو د نوموړي بريد پړه د پي کاکا په سازمان ور اچولې او ويلي يې دي، چې (د دوی اصلي هدف د کوردانو د حقونو نه دفاع نه ده بلکې دوی د پردیو غلامان او لاسپوڅي دي).همدارنګه د ترکيې د ناکامې کودتا نه راوروسته تر دې دمه ۲۰ زره ۳۵۵ تنه زندانونو ته اچول شوي دي او له دې وروسته هم د فتح الله ګولن د ګوند پورې مربوط غړو نيول دوام لري.
له پرون راهيسې دا دوهمه موټربم چاودنه ده چې په دې هېواد کې رامينځته کېږي.
بايد وويل شي، چې تېره ورځ،د ترکيې لومړي وزیر د فتح الله ګولن او پې کاکا ترهګریو سازمانونو ترمنځه د قوي اړیکو نه یادونه وکړه او ويې ويل: هیڅ شی پټ نه پاتې کیږي، د فتح الله ګولن او پې کاکا ترهګریو سازمانونو د کودتا نه مخکې هم سره لیدلي وو او دواړو په ګډه ځینې پریکړې کړې وې. دواړه د ترکیې د دولت او ملت دښمنان دي.


















