لیکوال نصیب ځدراڼ
رحیم ګل او ملګري یې پوهنتون کې ناست وو، د استقلال د ورځې بحث روان وو، څوک به د غازي امان الله پلویان شول او چا به انتقادونه ورباندې کول.
مشورې هم روانې وې، سبا ته پوهنتون کې د استقلال د ورځې په مناسبت د پوهنتون کې جشن پروګرام جوړیدو.
رحیم ګل غږ وکړ، هغه چې هر څه وو نو د تاریخ برخه شوه، په اوسني حال کې به څنګه د استقلال ورځ نمانځو؟
مخامخ یو محصل ور غبرګه کړه، ولې تر نورو هیوادونو مو څه شی کم دی؟ ولسمشر لرو، ټوله دنیا کې سفارتونه لرو، ملي پوځ، پولیس، استخبارات لرو، نو ولې به دا ورځ نه لمانځو ؟
رحیم ګل ورته وویل: دلته چې بیا د ناټو عسکر دي پرته له کوم پاسپورټ او ویزې راغلي دي، هره ورځ خبرونه راځي، چې په پلانکي ځای کې ډرون برید وشو، بیا خبر راشي په پلانکي ځای کې چاپه وه، نور خو پرېږده دا باګرام او پلچرخي او نورو خفیه زندانونو کې چې په زرګونو سیاسي بندیان دي هغوی په کوم جرم نیول شوي دي؟ آیا هغه ټول لیونیان وو؟ د هیواد په لر او بر کې په هدیرو کې چې تازه قبرونه جوړ شوي او سپین بیرغونه ورباندې رپیږي آیا هغه ټول په ناحقه وو؟
ثمرګل چې بل محصل وو، غوږ کې ورته و ویل چې رحیم ګله لیونی خو به نه یې؟ د نن سبا حالات وګوره او ستا خبرې وګوره څه شی به تر جوړ شي؟
رحیم ګل ځان ناپوهه کړو بیا لګیا شو، ملګرو استقلال ورځ به لمانځو؛ خو دا هم حقیقت دی چې زمونږ وطن اوس هم اشغال دی، یا به د ناټو عسکر او د هغوی همکاران په حقه بولو، یا به د هغوی په مقابل کې شهیدان او بندیان شوي ځوانان په حقه بولو او د استقلال ورځ به هلته لمانځو کله چې زمونږ د وطن نه ټول یرغلګر خارجیان وتلي وي او زمونږ وطن نه د امن کور جوړ شوی وي.
د ډیرو ملګرو په زړه کې خبرې وي خو څه یې نه ویل، د پوهنتون نه کور ته لاړل.
سبا د استقلال ورځ وه، پوهنتون کې د استقلال په مناسبت پوهنتون کې د جشن ترتیب نیول شوی وو، رحیم ګل وختي له کور نه را ووتلو د پوهنتون په لور روان شو، هر طرف ملي بیرغونه وو، په موټر دوکانو، موټر سایکلونو، باندي بیرغونه رپیدل، پاس آسمان ته یې وکتل بې پیلوته الوتکه ګرځیده، بیا یې لاندې وکتل په خړ رنګ کې رینجر موټر د ګل رحیم په لور راغی او ورته ودریدو،عسکر ترې راکوز شول او پوښتنه یې تر وکړه:
رحیم ګل ته یې؟
هو څه خبر ده؟
خبره به ورسته درته وکړو موټر ته وخیږه!
رحیم ګل لږ مقاومت وکړو؛ خو په درېو کسانو یې ونیو موټر ته یې ځوړند ورواچولو.
څه مې کړي دي؟څه خبر ده؟
چپ شه د پنجابي زویه، چې د امنیت مرکز ته لاړ شو خپله به خبر شې چې څه خبر ده!
موټر په لارو، کوڅو او واټونو کې روان وو، خلک د استقلال په خوشحالۍ کې راوتلي وو، موټر د امنیت یوه خفیه مرکز ته ورداخل شو، رحیم ګل یې یوې وړه کوټه کې بندي کړ.
لږ ورسته نظامي دریشي کې درې تنه راغلل، د سوکانو او لغتو باران یې ورباندي پیل کړ.
د ترهګرو زویه ته زمونږ خلاف تبلیغات کوي؟ځوانان بې لارې کوي؟
څه مې کړي دومره خو مې پوی کړۍ؟
یو موبایل يې له جېب نه راویستو، ویډیو یې چالانه کړه، د رحیم ګل غږ وو.
“یا به د ناټو عسکر او د هغوی همکاران په حقه بولو یا به د هغوی په مقابل کې شهیدان شوي ځوانان او بندیان شوي ځوانان په حقه بولو او د استقلال ورځ به هلته نمانځو چې کله ټول خارجي یرغلګر زموږ له وطن نه وتلي وي او زموږ وطن نه د امن کور جوړ شوی وي”.
ویډیو کوم ملګري ترې ثبت کړې وه، عسکر موبایل جېب ته واچوو او بیا یې د وهلو ټکولو پیل ورباندې وکړو.
لږ وروسته یې پریښود او ورته ویې ویل، دلته پکې پروت اوسه د پنجاب غلامه!
تیاره او وړه کوټه وه، رحیم ګل ګوښی پکي ناست وو، د سخت وهلو د لاسه یې ټول بدن خوږیدو،په زړه کې یې انتقام اور هم بلیدو او کور والا، کونډې مور او ملګرو ته هم خفه وو، چې اندیښنه به یې وي چې رحیم ګل څه شو؟
بیا یې غوږ ونیو د باندې په کوڅو کې ملي سندري غږېدي.
دا مو د بابا وطن دا وطن مو ځان دی
دا افغانستان دی.


















