(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی
طالبانو د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ او کندوز مرکز تر منځ د حکومتي عسکرو څخه د ۱۳ پوستو او یوې لويې نظامي قرارګاه د نیولو خبر ورکړی.
طالب ویاند په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کندوز مرکز او د خان اباد ولسوالۍ تر منځ له محلي او ملي پولیسو ۱۳ پوستې نیولي او د کلینیک بیس په نامه یې یوه لویه نظامي قرارګاه هم نیولې ده.
طالب ویاند زیاتوي، چې دکندز مرکز اړوند د پل الچین سیمه کې یې د پل الچین د باغ میري پوسته هم فتحه کړې ده.
ویاند وايي، چې نن غرمه ۱۲ بجې د کندز خان آباد په لویه لار د نیکپایو مهمه پوسته هم د طالبانو لاسونو ته ولویده، همدا ډول د امام صاحب ولسوالۍ مرکز هم ترمحاصرې لاندې دی: ((له دښمن څخه د ولسوالۍ دمرکز شاخوا پراخې سیمې نیول شوی، کلي او مناطق ترې تصفیه شوي)).
ویاند لیکلي: ((د دغو پراخو عملیاتو په نتیجه کې د کندز مرکز محاصره لا نوره ټینګه او تنګه شوه، دکندز تخار، کندز بغلان، کندز امام صاحب، کندز دشت ارچي، کندز قلعه زال ټولې لارې د حکومتي چارواکو پر مخ قطعه او دمجاهدینو په پوره واک کې راغلي او دکندز مرکز ترحاصرې لاندې قرار لري)).
طالب ویاند وايي، چې په دغو جګړو کې یې ۱۶ پولیس، عسکر او اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې د ۷ عسکرو جسدونه د جګړې په میدان کې پاتې دي.
دوی په دغو نښتو کې یې د یو ام بي ټانګ او یو رینجر موټر د نیولو خبر هم ورکړی دی.
ویاند ویلي، چې په دغو جګړو کې یې ۲ ملګري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.


















