په روانه او موجوده غلامۍ کې د آزادۍ نوم اخیستل، د پوزې پرې کېدل دي

کابل ټکی کام حمزه عابد

د ازادۍ نوم که خوږ دی; خو ترشا ډېرې ربړې او ستونزې لري، چې یوازې په ازادۍ ریښتیني مینان غاړه ورسره وړلی او ورته کېښودلی شي.
د کابل غلامې إدارې تاته وایم! داسې کلمات باید له ډېر غور او ژور فکر وروسته وکاروئ، په اطلاق او تطبیق کې یې له پوره احتیاط او ډېرې وېرې کار واخلئ، خپل ماحول،اوضاع او خپلو کړو وړو ته په کتو سره آزادي لمانځئ اوهمدې کلمې ته زور او شور ورکوئ ;ترڅو د خپل ماحول ترپوښتنو او سوالونه لاندې تش په تشه ونه لوېږئ.
مخکې به کشرانو طالبانو د سترو او درنو کتابونو نومونه نه شو اخیستلی او نه به یې د بل کتاب په حواله، حواله پرې ورکولی شوی;ځکه چې ددوی علمي اوضاع او استعداد ددې تصدیق ته تیار نه وو، چې دوی دې له داسې ژورو او غامضو کتابونو سره علمي رشته ولري;بلکې ددې کتابونو سره هغو طالبانو تعلق ساتلی شوی،چې علمي لاره به یې وهلې او ګرده هغه ستونزې به، چې په دې کتابونو د نه پوهېدو سبب ګرځېدې،حل کړې وې د کابل إدارې! ته خو د آزادۍ په نقیض جهت کې قرار او روزګار لرې، د آزادۍ سره لاس او ګریوان یې، په توپونو او گولیو یې ولې، لارویان او مینان یې په هیڅ صورت د زغملو وړ نه بولې او دا ته یې!! چې آزادي دې په زولنو تړلې او ورځ تربلې یې دښمنۍ ته پایڅې رابډوهې او په دښمنۍ کې یې خپله ریښتونولي ثبوت ته رسوې او ثبوت ته دې رسولې هم ده.
ستاسې او ازادۍ یې سره څه؟؟!!
پرېږدئ، چې آزاد خلک آزادي ولمانځي;هاغه چی سرونه یې د وخت هیڅ طاغوت ته نه دي ښکته کړي او نه هم طولاني او طوفاني انقلابونو له خپل دریځ څخه یوه لوېشت ټکان ورکړی.
هاغه چې په ګرېوان تڼۍ او په پښو څپلۍ نه لري،هاغه چې په وږي نس او په تشو لاسو،خو په قوي او سندان ایمان یې د عصر د دجال اکبر او پرمختللې امپراطورې امریکا مقابلې ته سینه ووهله او دشکست ډګر ته یې راکاږله او په ټوله نړۍ پسې یې د خپلې ملنگې او طالبې څېرې او ړنګې بنګې پګړۍ ازار ورپسې کړ او دا دي نړۍ یې دازار په لمبو کې سوزي. هاغه کسان چې د غلامۍ زنځیرونه په غاړه لري او د ازادۍ چیغې او نارې یې جوړې کړي، که نور نه وي د خپلې مقدسې غلامۍ توهین او تذلیل کوي.
هاغه کسان،… چې د اوباما پښو ته یې سرونه کارته کړي، له ډاره یې سغ نه شي وهلی او د فرامینو دتعمیل او تنفیذ په ډګر کې یې په ټولو مقدساتو چلیپار راکښلې او له ټولو نوامیسو یې پښې اړولي دي، په کومو خولو آزادي یادوي او په کومو سترگو پورته گوري؟؟!!
داسې ناترسه او نړیدلي مرېیونه، چې په داسې او دومره ذلتونو یې صرفه ونکړه، نو د غلامۍ په صفت د مخکنیو ازادي هم لمانځلی شي او نه داسې نر شرم کومې مور زېږولی دی ، چې ددوی دذلت په وړاندې دې خنډ او مانع جوړ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button