(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۹) زرغون خوږیاڼی
د سوریې په حلب ښار کې د بمباریو له امله په وینو ککړ د یو ټپي ماشوم عکس تر هغه وروسته د نړیوالو پام ځانته رامات کړ، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې خلکو په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ او تبصرې یې پرې ولیکلې.
دا ماشوم چې ډاکټرانو یې نوم عمران دنګیش ښودلې، د روسیې بمبار له امله د یو کنډواله شوي کور څخه راویستل شوې، د روسي تر ټولو لویو جیټ الوتکو د ایران له یوې هوايي اډې څخه د د حلب ښار په دیر الزور سیمه بمباري وکړ، چې په کې تر ۱۰۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبل واوښته، د روسیې دفاع وزارت وویلي،چې په بمبارۍ کې د داعش مرکزونه په نښه شوي دي.
د سوریې د اپوزیسیون فعالانو تیره ورځ ناوخته دا انځورونه خپاره کړل، د ژغورنکو د ټيم یو کس یو ماشوم له کنډواله شوي کور څخه راباسې او هغه امبولانس ته لیږدوي، په دې بمبار کې نور ۸ ماشومان وژل شوي دي.
د امبولانس په نارنجي څوکۍ کې ناست دغه ټپي ماشوم، چې مخ یې وینو او دوړو لړلی وارخطا، ژوبل، بې وسه او ناچاره ښکاري.
ډاکټرانو د ماشوم عمر ۵ کاله ښودلې، ماشوم په ډیره زړورتیا خپلې وینې د امبولانس پر چوکۍ پاکوي؛ خو نه پوهیږي چې څه روان دي!
دې ماشوم نړۍ ته جوته کړه، چې په سوریه کې کوم ناورین روان دی، په ټولنیزو رسنیو کې ددې ماشوم انځور نړۍ وننګوله او د حقوق بشر دعوه داران یې وشرمول.
روسیه د ټولو نړۍ والو حقوقو په سرغړونو سره په سوریه کې عام وژنه کوي، چې اوس دې وژنو ته ایران هم لیوالتیا ښکاره کړه او د روسیې بمبار کوونکو الوتکو ته یې پوځي اډه په واک کې ورکړه، چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده او دا کار یې خوشینوونکی بللی دی؛ خو داسې ښکاري چې دا کار د یو توافق پر اساس شوی وي.
















