پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

خپلواکي که د افغانانو غولونه؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 19, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
13
ځلې شریک شوی
159
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه ـ بدر منصور
څه کم سل کلونه وړاندي چې حبیب الله د افغانستان واکمن وو ، حبیب الله د یوه ښکار د سفر پر مهال خپل دریم زوی امان الله په کابل کې د خزانې مسئول کړ. امیر د دې مهلک سفر په ترڅ کې ووژل شو او قاتل یې هیڅکله هم ونه میندل شو. د شاهي کورنۍ ډېر غړي د امان الله په شمول د ده په وژلو تورن ول ، خو روسانو یو برتانوی ایجنټ مصطفی صغیر د قاتل په توګه مشخص کړ او دا هغه تعبیر وو ، چې افغان حکومت هم ومانه صغیر بالاخره په ترکیه کې ونیول شو او د کمال اتاتورک په واسطه اعدام  شو. تقریباً څلور کاله وروسته امان الله د خپلو نږدې سلاکارانو د خبرتیا پر خلاف د مهمو اسلامي او اورپایي پایتختونو ، ماسکو او ډیلي د سفر نیت وکړ. دغه سفر د 1927 م په ډسمبر کې پیل شو او د 1928 م تر جولای پوري یې دوام وکړ. د دې سفر پر مهال د پولینډ ، لتویا ، فنلینډ ، سویټزرلینډ ، لایبریا ، مصر او جاپان سره دیپلوماتیکي تړونونه وشول ، او امان الله په پارس ، ترکیه ، هند او مصر کې د دولتي مشرانو او هم په روم ، پارس ، لندن ، بروکسل ، برن ، برلین ، وارسا او ماسکو کې د حکومتي رهبرانو سره له نږدې وکتل.

د امان الله فکر د سفر څخه د بیر ته ستنېدا سره سم بدل شوی وو ، د ده ذهنیت د اسلامیت ، افغاني کلتور او خپلواکۍ څخه د لادینیت ،  غربیتوب ، فحشا او ابدي غلامۍ لورته د تمدن تر ښایسته نوم لاندې رهبري شوی وو ، امان الله د سفر څخه وروسته د غربي اساساتو سره سم د نجونو او هلکانو د ګډ تعلیم ، د افغانو باعفته ښځو څخه پرده (حجاب) ایسته کول او په کابل کې د ټولو افغانانو څخه د غربي طرز لباس اغوستو غوښتنه کول.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

د یادوني وړده چې امان الله هغه مهال د خلکو د غبرګونو د مهار کولو او کمولو لپاره خپله میرمن په داسي محضر کې خلکو ته را وایستله چې بالکل لوڅه او پای جامه (پرتوګ) ایستلې وه.

په افغانستان کې علماء کرامو ، مشایخو ، اسلامپاله ټولنو او کلکو ایماندارو د ده د دې کار (غربي تمدن) سخت مخالفت وکړ. که څه هم امان الله خان د انګرېزانو څخه څو کرښي لیک (د افغانستان خپلواکي) تر عنوان لاندې تر لاسه کړ ، خو دا لیک د بشپړي غلامۍ او افغانستان پلورني په معنی وو ، ځکه ده د انګرېزانو سره په افغانستان کې د انګرېزي قانون (اساسي قانون) نافذولو ، او د افغانانو د دین ، او کلتور او فرهنګ د له مینځه وړلو تعاهد کړی وو.

کله چې د سقاو له خوا د امان الله د پرزېدا هڅه وشوه ، نو امان الله هم د خپلو انګریزو بادارانو په لور وخوځېد.
کله چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ ، نو د اسلام او ازادۍ غوښتونکو افغانو اتلانو یې په مقابل کې فرض عین جهاد پیل کړ د لکونو شهادتونو ، زخمونو ، هجرتو ، زندانونو او قربانیو ګاللو څخه وروسته یې روسان د خپلي پاکې خاوري څخه ایستلو ته مجبور کړل ، روسي اشغال یې پای ته ورساوه او د اتلولیو په نتیجه کې یې یوه خپلواکه اداره را مینځه ته کړه.

وروسته د همدې بهرنیو یرغلګرو هیوادونو په پټ او ښکاره استخباراتي لمسون سره د مجاهدینو تر مینځ خپل مینځي جګړې پیل شوې او بالاخره د جهاد د قربانیو ثمرې په اوبو لاهو او افغانستان د یوه کورني ناورین سره مخ شو.
همدا وجه وه چې د دې کورني ناورین ، چور چپاول ، ټوپکمارۍ ، غلا ، غصب او افغان ځوروني په وړاندې د طالبانو اسلامي غورځنګ د بشپړي خپلواکۍ ، ظلم او فساد د له مینځه وړلو او یو سوچه شرعي نظام د نفاذ لپاره د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشری را پیل او په لنډه موده کې یې د 95% پنځه نیوي سلنه افغانستان واګي خپل کړل یو سرتاسري ، باامنیته او ولس ته خوښه اسلامي اداره یې رامینځته کړل. کله چې په 2001 م کې د نړیوالو یرغلګرو له خوا د بېلا بېلو پلمو پر اساس پر افغانستان د 40 څلویښتو څخه زیاتو هیوادونو د امریکا د وخت د مشرتابه جورج بوش په مشرۍ صلیبي یرغل وشو ، پر هیواد لکونه وحشي یرغلګر راغلل ، زرګونه بې کنا افغانان په شهادت ورسېدل ، څه کم یو لک کسان د ازادۍ غوښتني په جرم په کیوبا ، بګرام ، څرخي پله او نورو پټو او ښکاره زندانونو کې زنداني شول ، ځیني کورني د ناټو او افغان ځواکونو د نیوني له ډاره ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول ، ازادي او خپلواکې په کامله معنی له مینځه لاړه په هیواد کې د مخلصو مؤمنو افغانانو او ناټو او د ناټو روزل شویو غلامانو تر مینځ جګړه پیل شوه چې تر اوسه هم ادامه لري.
اوس مهال چې په افغانستان کې د ځینو غربي افغانانو له خوا د ازادۍ ورځ لمانځل کیږي ، دا د غربیانو په خوښه او ترغیب سره د افغان غولوني په موخه یوه ډرامه ده. دا د افغانانو لپاره د ازادۍ ورځ نه ده ، دا د افغانانو پر دین ، کلتور ، ناموس او فرهنګ باندې د یرغل ورځ ده.
دا داسي ازادي ده چې پر ټول هیواد صلیبي ښکیلاک او د هغوی پلیت قانون حاکم دی.
داسي ازادي چې د میوند په دښتو کې د صلیبي لېوانو له لاسه هیڅ افغان د ارام سا نه شي اخیستی.
داسي ازادي چې د هیواد څه کم یو لک ازادۍ غوښتونکي وګړي اوس هم د امریکایانو او د هغوی د غلامانو په وحشي زندانونو کې د غم شپې او ورځي سبا کوي.
داسي ازادي چې د هلمند د شهیدي ناوي قاتلان لا هم د هلمند پر فضا او حریم جنګی پروازونه کوي.
داسي ازادي چې د صلیبي چورلکو ، ډرون او جیټ غمبر لا د کونړ او کندوز پر ولسونو نه دی درېدلی.
داسي ازادي چې د هیواد پوهان ، علماء ، قلموال او محصلین لا د یو ازاد او اسلامي فکر په جرم اختطاف کيږې او ژوندي په خاورو کې ښخیږي.
داسي ازادي چې د جانکیري له خوا کښېنول شوي مشرانو مو په تورخم کې د پاکستان سره پټه معامله وکړل ، د تورخم دروازه یې پاکستان ته حواله کړل او امتیازات یې پرې واخیستل.
داسي ازادي چې د دوه سري حکومت واکدار یو د بل سره پر چوکۍ جنجالونه کوی.
داسي ازادي چې په یوه اسلامي افغانستان کې اسلامي قانون تر پښو لاندې او غربي اساسي (کفري) قانون چلیږي.
افغانان یوې داسي ازادۍ ته هیله لري چې ټول یرغلګر یې له هیواده شړلي وي ، د صلیب غلامان یې د خپلو جرمونو په سزا رسولي وي ، او یوه اسلامي ، باامنیته او خپلواکه اداره یې رامینځته کړې وي.

مخکینې مطلب

سوریه: د حلب ښار  په روسي بمباریو کې ژوبل شوي ماشوم د نړۍ بشر دوستان وننګول  

بل مطلب

په دولت کې داختلاف لمن نوره هم پراخه شوه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com