ننګرهار: طالبان وايي په حصارک ولسوالۍ کې مو ۱ بيس او ۶ پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۹) الماس خدرخېل

طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او يو شمېر نورو پوستو باندې وسلوال بريد کړی، دوی واي چې د بريد په پايله کې يې له افغان ځواکونو ۱ لوی بيس او ۶ پوستې نيولي او د ۲۸ تنو عسکرو او محلي پوليسو د وژلو دعوه کوي.

خبر زياتوي، چې په دې جګړه کې يې ۲ دوه تنه عسکر ژوندي نيولي او د دولتي ځواکونو ټانګونه يې تخريب کړی.

دوی همدارنګه د يو شمېر اسلحو د نيولو ادعا کوي او وايي، چې په دې بريد کې يې ډول ډول نظامي توکي  له افغان ځواکونو نيولي.

طالبانو د خپلو دوه تنه ملګرو د وژل کېدو تر څنګ ويلي، چې ولسوالۍ د دوی تر کلکې محاصرې او بريدونو لاندې ده.

تر دې دمه د حصارک ولسوالۍ د بريدونو په اړه د ننګرهار چارواکي چوپه خوله دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button