په دولت کې داختلاف لمن نوره هم پراخه شوه

د دولت د دوه سرمشرانو د اختلاف لمن له دووکالو راهیسې ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو ده چې په هره غونډه کې د بحث وړ وګرځیده  خو بیاهم دا اختلاف د دولت د دوه مشرانو ترمنځ و او بهرته ېې لمن نه وه پراخه شوې.

د ډاکټر عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ لا اختلاف پرځاې پاتې وه چې د اجرائیه رئیس دفترپخوانی ولسمشر حامد کرزی د دولت پرخلاف په هڅو تورن کړوې ویل چې حامدکرزی داوسني حکومت په تخریبولو کې لوی لاس لري.

د هیواد د ازادۍ دجشن په مراسموکې د عبدالله او اشرف غني زړونه یوبل ته ډک وو خودستونزودزیاتوالي  په خاطر ېې یوپربل نیوکې تکرار نه کړې.

د ډاکټر عبدالله او اشرف غني ترمنځ داختلاف یواځنی لامل د حکومت دواک ویش دی تراوسه تر۵۲۰۰ پورې چوکۍ   د دواړو دواک دویش پرسر داختلاف  له امله خالي پرتې دي.

ډاکټرعبدالله هڅه کوي چې ورته منل شوې چوکۍ خپلو پلویانولپاره ترلاسه کړي خو اشرف غني نه حاضریږي د حکومت جوړونې پروخت د جان کیري په منځګړې توب کړې ژمنې ترسره کړي .

تراوسه اشرف غني پرحامدکرزي د حکومت پرخلاف د مخالف ګوته نه ده پورته کړې او نه ېې پرې شک کړی دی که شک ېې پروي هم څرګندوي ېي نه خو ډاکټر عبدالله چې له حامد کرزي یوڅه خطر احساسوي له کړنوېې اندیښنه څرګنده کړې ده.

تیره ورځ حامدکرزي په یوه مرکه کې د حکومت پرخلاف دهڅو څخه انکار وکړ اوپرې د ډاکټر عبدالله د دفتر لخوا لګول شوي تورونه ېې ردکړل وې ویل هیڅ داسې ثبوت نشته چې مادې د موجوده حکومت پرخلاف کوم قدم پورته کړی وي بلکه همکاري مې ورسره کړې او کوم يي.

د حامد کرزی د تردید سره سره د ډاکټر عبدالله دفتر پرکرزي داتور پورې کوي چې حامد کرزي تل په منظمه اوسیستماتیکه توگه د حکومت د کمزوري کولو او دسیسې جوړولو په ټولو جریانونو کې یې لاس درلودلی همدا اوس  د حکومت پر ضد د ستونزو د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي.

د ملي یووالي په حکومت کې داختلاف لمن وروسته ترهغې پراخه شوه چې حامدکرزی دعبدالله د دفترلخوا په کابل کې د وروستیوسیاسي مظاهروترشا په لاس لرلو تورن کړل شو، د حامدکرزي پلویان چې  په حکومت کې په لوړو پوستونوکارکوي هغو ټولو دخپل  مشرحامدکرزي په ننګه خپل مخالفت وښود.

ډاکټرعبدالله سره دا اندیښنه ده چې د یوې خواېې د اشرف غني سره دواک په ویش مخالفت  دوام لري او د بلې خوا حامد کرزی د خپل جمهوري ریاست د دورې په څیر د والیانو، وزیرانو او مشاورینو په گډون د خپل مخکني حکومت د مقاماتو او همداشان د افغانستان دټولو ولایاتواولرې پرتوسیمود ځانګړومقامونودخاوندانو، سیاسي او قومي مشرانو او قدرتمنو اشخاصو سره په پرله پسې لیدنو او کتنو بوخت دی.

که څه هم حامدکرزي په خپله ویناکې ویلي: په ټوله معنی دحکومت تائیدکوم او غواړم چې دواړه مشران داساسي قانون په چوکاټ کې خپل ولس سره د ژمنوپه پوره کولو خپل کارونو ته دوام ورکړي خو ورسره یی داهم وویل :

داساسي قانون دتعدیلولولپاره دلوې جرګې جوړول اړین دی ځکه دا دافغان ولس داکثریت غوښتنه ده ، د لوی جرگې جوړیدل د افغانستان د اوسني حکومت د مهمو وعدو څخه دي چې د افغانستان خلک په خپلو کې راټول شي او د خپلې راتلونکې په هکله تصمیم ونیسي

ډاکټر عبدالله په ډیر نازک وخت کې پرحامدکرزي دحکومت پرخلاف د مخالفت تورپورې کړد مخه به یواځې دولسي جرګې یوشمیر غړو د لوېې جرګې د جوړولو غوښته کوله اوس چې د کرزي ملاتړ هم ورسره شي نو د مخالفت د لمنې په پراخیدو به موجوده اداره زرله واکه بې واکه شي.

د ډاکټر عبدالله او اشرف د مخالفت ترڅنګ چې حامدکرزی هم په مخالفت تورن شو د دولت ټول رسمي کارونه دسقوط سره مخ دي د دوواونیوراپدېخوا دحکمتیار کابل ته راغلی پلاوی د پخلاینې په تمه ناست دی نه ورسره څوک خبروته کښیني او نه له شرمه بیرته تلای شي د حکمتیار پلاوی اوس له خپلو پخوانو شرطونو هم تیردی دومره څوک نه شته چې دهغه تسلیمي ومني .

 امکان لري په نږدی کې له بهره  یوپلاوې د ډاکټر عبدالله، اشرف غني اوحامدکرزي درې واړو دمخالفت د له منځه وړلو لپاره کابل ته راشي خو ګرانه ده چې ددمره مخالفت سره موجوده حکومت تر خپل ټاکلي وخت پورې ورسیږي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button