
کندوز: طالبانو د یوې پوستې ۱۴ عسکر ژوندي نیولي دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۹) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې نن په کندوز ولایت کې د کندوز مرکز ته څیرمه د تخار پر لویه لاره د لرخابیانو په پوسته برید وکړ، چې له لږ مقاومت وروسته پوسته فتحه او پکې میشت پولیس ټول طالبانو ته تسلیم شول.
ویاند ویلي، چې په پوسته کې ۱۴ پولیس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي، چې په رسنیو کې یې ویډیو هم خپره شوې ده.
طالب ویاند وايي، چې د قلعه زال په الچین سیمه کې د اردو ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وشول، چې په کې ۲ ام بي ټانګونه ویجاړ شول او ګڼ شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، ویاند وايي چې د اردو ۲ جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
په یاد جګړو کې طالبانو د خپل یو ملګري د وژل کیدو پخلی هم کړی دی.



