خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

ویسا:

د خپلواكۍ كليزه بيا راغله!

کابل ټکی کام:

خو خپلواکې مو په هیواد کې نشته.

هیواد:

د ولسمشر او اجرائيه رييس تر منځ درز؛ د ولس اندېښنه څه ده؟

کابل ټکی کام:

ملت وایی چې دواړه اهلیت او کفایت نلري.

اراده:

د وحشتونو پر دوام د چارواكيو چوپتيا

کابل ټکی کام:

ځکه چې له چوپتیا سره ډالرترلاسه کیږي.

ویسا:

زموږ ولس ته د جان كيري زهر زقوم نسخه!

کابل تکی کام:

خو اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته خوږه حلوا.

هیواد:

د يوناما چارواكيو خندنى لافه!

کابل ټکی کام:

او د اشرف غني ځان شرموونکې لافې.

۸صبح:

حملۀ دسته جمعی طالبان بر ولسوالی بالا مرغاب بادغیس شکست خورد

کابل ټکی کام:

ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي.

انیس:

آلمان بر موقف قبلی‌اش در برابر مهاجران افغان تاکید می‌کند

کابل ټکی کام:

پس آلمان بایدفکر خوده به گیرد.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی:

د نظام د مشروعیت لپاره دې لویه جرګه راوبلل وشي

کابل ټکی کام:

چې ستا لستوڼي پکې غوړ شي.

اسوشیېټډ پرس:

د طالبانو د ملا دادالله محاذ ډلې نوی مشر وټاکه

کابل ټکی کام:

دوستان او دښمنان دې خبر وي.

ویسا:

روسیې خپلې الوتکې د ایران په یوه هوايي‌ ډګر کې ځای پرځای کړي

کابل ټکی کام:

ځکه چې ایران د (نه شرقي نه غربي) شعار اوس په (هم شرقي هم غربي) باندې بدل کړی.

ویسا:

د خپلواكۍ اووه نويېمه كليزه دې مبارك وي ، خو …

کابل ټکی کام:

خو د امریکا په غیږ کې!!!؟

هیواد:

افغانستان بدون ((افغان))

کابل ټکی کام:

مثل جنگل بدون شیر.

ویسا:

د هلمند د خونابې ريښتيني تصوير څه دى؟ عزيز چوپان

کابل ټکی کام:

دا چې د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې.

ویسا:

د سفارتونو اردلیان څه وايي!

کابل ټکی کام:

هغه څه چې باداران یې ورته وایي.

ارمان:

يو اواز

کابل تکی کام:

چې میږي وکړو پرواز (ګلمرجان)

ویسا:

پښتو د لرغوني بخدي ژبه

کابل ټکی کام:

خو فعلا له ارګه شړل شوې

ویسا:

د خپلواكۍ اووه نويېمه كليزه دې مبارك وي ، خو

کابل ټکی کام:

خو د اشغالګرو الوتکو د پروازونو تر سیورې لاندې.

پنتاگون:

۱۵ زندانی گوانتانامو به شمول سه تبعه افغانستان به امارات متحده عرب منتقل شدند

کابل ټکی کام:

و بې گناه ثابت شدند.

د حقوقي چارو شنونکي:

د ټاکنو قانون نوې چمتو شوې مسوده حقوقي اعتبار نه لري او له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.

کابل ټکی کام:

پخوانۍ یې څه اعتبار لرلوچې نوې به یې اعتبار ولري، انتخابات څه چې ټول حکومت له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button