عزیر اسدخیل
وروسته له هغې چې د طورخم دروازه د مسافرو افغانانو پر مخ د دواړو هیوادونو د غلط سیاست له کبله وتړل شوه او پر دغو ۳۹ کلن جنګ ځپلو افغانانو باندې د پاسپورت او ویزې اخیستل لازمٍي وګرځول شول او په لسګونو زره افغانستان ته تللي افغانان دنږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې هلته بند پاتې شول، چې پکې مریضان، زنانه او ماشومان هم شامل و، له جملې نه یې هغو افغانانو چې د پاسپورت اخیستلو وس یې درلود د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې پیل کړې، له ولایاتو تر کابله وځغلیدل د پاسپورت اخیستنې د بیروبار سخت مراحل یې وزغمل، د زرګونو خلکو د قطارونوتر شا یې کړۍ ورځې په ولاړه په انتظار تیرې کړې، بالآخره شعبه په شعبه وګرځیدل، مصارف یې وګالل او بالآخره تر د پاکستان د سفارت او قونصلګرۍ زیارتونه یې وکړل، او د سخت بیروبار او ازدحام سره سره یې نږدې ۵ او چا ۱۰ ورځې انتظار وویست، په نیمه شپه په قطار کې د ودریدو لپاره له کوره ووتل او بالآخره ویزه یې هم ترلاسه کړای شوه، او د خوشحالۍ احساس یې وکړ چې ګوندې نور به آزادانه توګه پاکستان ته سفر کوي، او هیڅوک به یې مخې ته نه خنډ کیږي او په آسانۍ سره به له طورخمه اوړي او په یوه ساعت کې به د خپلو بچو، اولادونو او خپلو خپلوانو لیدو شیبې ورلنډې شي، خو له دې خبر نه دي چې د پاکستان پولیس لا هم ورته په مورچل کې دي او د افغانستان له پاسپورت نه یې حیا نه کیږي، او له کارخانو بازار نه ونیسه تر نوې اډې پورې لا هم پاکستاني پولیس د دوې د ځورولو او ربړولو لپاره لاس په کار دي، او دا سره له دې چې د پښتو مشران لکه اچکزي، اسفندیار او نور په ډیر شد او مد سره په جلسو او غونډو کې په ډیر احساساتی ډول ګوت څنډنې کوي او وایی چې مونږ به هیچاته دا اجازه ورنکړو چې افغانان وزوروي!! او کله نا کله عمران خان او پرویز خټک هم هم د دوی خبرو ته یو موټي مصالحه ورزیاته کړي او وایی چې افغانان زمونږ میلمانه دي او زمونږ وروڼه دي او پولیس به د دوی له ځورولو منع کوو، خو له هیواده ویستل د مرکزي حکومت کار دی.
زه پخپله د پیښې شاهد یم کله چې له طورخم نه په خیر او خیریت سره راواوړیدو او خروجی او دخولي ښه په آسانتیا سره ولګیدله، او د پیښور په موټر کې کیناستو، نو ښه په خوشحالۍ سره مو تر کارخانو بازاره سفر وکړ، خو کله چې زمونږ موټر د حیات اباد خواته تاو شو نو د پولیسو لومړي پاټک ودرولو، او غږ یې وکړ چې پاسپورت او کارتونه وښایاست، ټولو خپل اسناد راوویستل، د یوه کس پاسپورت یې چک کړ او ورته یی وویل چې دې کې خو سپیشل برانچ نشته، مسافر ورته وویل چې اوس د شپې ۹ بجې دي او ایله اوس له طورخمه راغلو او سپیشل برانج دفتر هم په ګلبهار کې دی او دا مهال هغه رخصت وي نو سبا به سپیشل ته ورځم، پولیس ورته وویل چې دا مونږ پورې اړه نه لرې چې کله سپیشل برانچ لګوې دا ستاسې کار دی خو چې فعلا سپیشل برانچ نشته نو له موټره راکوز شه، سړی یې کوز کړ او موټروان ته یې د حرکت امر وکړ، ټول مسافرین ډیر خفه شول، او د پاسپورت جوړولو او ویزې لګولو ټولې منډې ترړې او تکلیفونه یې را په زړه کړل او د دې پولیس دې ناځوانمردانه عمل ډیر وځورول، ځینو پکې وویل چې اصلي خبره داده چې د دې د افغانستان له حکومت نه حیا نه کیږي، څو ورځې وړاندې یې خلکو ته په کوم ځای پاسپورتونه شکولې وو، خیر حرکت مو وکړ د حیات اباد نه په وتلو وتلو کې د پولیسو یوه بله ډاتس ولاړه وه او زمونږ د موټر په لیدو د سرک منځ ته شول او ډیر خوشحاله بریښیدل لکه ښکاري چې ښکار پیدا کړي، نو یې هماغه ډول د اسنادو چکینګ پیل کړ او له یوه کس سره پاسپورت و نو یې ورته وویل چې له تاسره مهاجر کارت شته؟ هغه ورته وویل چې پاسپورت وي نو مهاجر کارت ته څه اړتیا نه وی، پولیس ورته وویل دا نو ستا خبرې دي ته لاندې راکوز شه باقي خبرې به لاندې کوو، او موټر وان ته یې د حرکت امر وکړ، مسافرین نور هم خفه شول او بالآخره یې حرکت وکړ، خو کله چې په یوه بله ډاټسنه مو سترګې ولګیدې نو پوه شو چې دا اصلا د مهاجرینو د ځورولو لپاره یوه دسیسه ده، که نه وې نه دا څه معنی لرلای شي، دی پولیس وویل چې اسناد راواخلئ خو کله یې چې پاسپورتونه او مهاجر کارتونه وکتل نو یوه ته یې وویل چې مهاجر کارت خو اکسپایر دی، مسافر ورته وویل چې شپږ میاشتې نور وخت پاکستان راکړی، پولیس وویل چې څه ثبوت یا سند لري؟ هغه ورته وویل نه، پولیس ورته وویل نوبیا راکوز شه لاندې به په دې مسله بحث وکړ، نور یې موټروان ته د حرکت امر وکړ.
له دې وروسته مې چې په موټر کې ناست هر یوه مسافر مهاجر ته کتل نو د ټولو شنډې وچې شوې او ځینو پکې خپلې وچې شونډې په غاښونو چیچلي او د سوچونو په دریاب کې ډوب شول، زه پوه شوم چې وضعیت خراب دی نو له موټره ښکته شوم او په یوه رکشه کې مې ځان کورته ورساوه. نو د افغانستان حکومت دې خبر وي چې مسافر افغانان له پاسپورت او ویزې اخیستلو نه پس هم وچې شنډې ګرځي.


















